د امریکا په سنا کې ډیموکراتان خپل مشر ټاکي

د مریلینډ سناتور کریس وان هولن ویلي چې د سنا د اکثریت د مشرۍ د ګټلو لپاره به د نیویارک له سناتور چک شومر سره سیالي وکړي.
د مریلینډ سناتور کریس وان هولن ویلي چې د سنا د اکثریت د مشرۍ د ګټلو لپاره به د نیویارک له سناتور چک شومر سره سیالي وکړي.

د متحدو ایالتونو په سنا کې د اکثریت له ګټلو وروسته د ډیموکرات ګوند غړي اوس دا پرېکړه کوي چې په جنوري کې د راتلونکې دورې د سنا مشر به څوک وي.

د مریلینډ سناتور کریس وان هولن د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) وویل چې د دې مقام لپاره به ځان نوماند کړي او د نیویارک له سناتور چک شومر سره به سیالي وکړي. شومر له ۲۰۱۷ کال راهیسې په سنا کې د ډیموکراتانو مشر دی.

وان هولن، چې په ۲۰۱۶ کال کې سنا ته ټاکل شوی و، په یوه اعلامیه کې وویل د نومبر په منځمهالو ټاکنو کې رایه ورکوونکو «د روان وضعیت د بدلون» غوښتنه کړې چې د ده په وینا، د عامو امریکایانو لپاره اغېزمن نه دی.

هغه وویل: «اوس زموږ مسئولیت دی چې د دې وخت غوښتنې ته ځواب ووایو، او د دې لپاره نوې رهبرۍ ته اړتیا لرو. دا د یوه شخص موضوع نه ده، بلکې د امریکا د خلکو غوښتنې ته د ځواب ویلو مسئله ده.»

شومر بیا ډاډ څرګند کړی چې د اکثریت د مشرۍ لپاره به کافي رایې ترلاسه کړي او ویلي یې دي چې د ګوندي ډلې د راتلونکې او راتلونکو مهمو کارونو په اړه د هر ډول بحث هرکلی کوي.

شومر وویل: «زه د ډیموکراتانو د نوي اکثریت د مشرۍ او د امریکايي خلکو لپاره د لاسته راوړنو د برابرولو په تمه یم.»

تمه کیږي چې د دې مقام لپاره پټه رایه اچونه راتلونکې میاشت ترسره شي. وروستی ځل د سنا د اکثریت د مشرۍ لپاره د ډیموکراتانو ترمنځ جدي سیالي په ۱۹۹۴ کال کې شوې وه.

د سنا د اکثریت مشر دندې او واکونه پراخ دي او کولی شي نورو غړو ته تعدیلات او وړاندیزونه مطرح کړي او همدارنګه د اکثریت ګوند د قانون جوړونې لومړیتوبونه وټاکي.

اوسنی د اکثریت مشر، جمهوري غوښتونکی جان تون به د جنورۍ په میاشت کې د اقلیت مشر شي.

یو شمېر اوسني سناتورانو او هغو کسانو چې په جنورۍ کې لوړه کوي، په ښکاره توګه د شومر یا وان هولن ملاتړ اعلان کړی دی.

سناتور برني سانډرز، چې خپلواک سیاستوال دی خو له ډیموکراتانو سره همغږي لري، د وان هولن ملاتړ کوي. نوموړي ویلي چې شومر له درې لسیزو زیات وخت د ګوند لپاره سخت کار کړی، خو «اوس د بدلون وخت رارسېدلی دی.»

له میشیګن ایالت څخه منتخب سناتور عبدالرحمن السید هم د وان هولن ملاتړ اعلان کړی دی.

بل خپلواک سناتور، انګس کینګ چې له ډیموکراتانو سره همکاري کوي، له شومر څخه خپل ملاتړ ښودلی دی.

کینګ وویل: «چک شومر د معاصر تاریخ د تر ټولو بریالۍ ټاکنیزې بریا له اصلي معمارانو څخه دی، او زه هېڅ دلیل نه وینم چې داسې رهبري چې د دې بریا په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده، بدله کړو.»

شومر د نیواډا ایالت د سناتورانو کاترین کورټېز ماستو او جکي روزن، او همدارنګه د اوهایو د سناتور شیراډ براون ملاتړ هم ترلاسه کړی دی. براون د روانې میاشتې له بریا وروسته بېرته سنا ته ستنېږي.

ټاکل شوې ده ډیموکراتان په سنا کې د ۴۴ په مقابل کې له ۵۵ څوکیو سره اکثریت ولري، چې پکې هغه دوه خپلواک سناتوران هم شامل دي چې له ګوند سره همغږي لري. د الاسکا د سنا د یوې څوکۍ د ټاکنو پایله لا تراوسه نه ده اعلان شوې.

​
XS
SM
MD
LG