د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتانو د سنا په مجلس کې خپل اکثریت وساته


سناتورې کترین کورټیز ماسټو خپل جمهوري غوښتونکي سیال ته ماتې ورکړه او بیا د سنا مجلس ته وټاکل شوه.
سناتورې کترین کورټیز ماسټو خپل جمهوري غوښتونکي سیال ته ماتې ورکړه او بیا د سنا مجلس ته وټاکل شوه.

د متحده ایالاتو د کانګرس د منځۍ دورې په انتخاباتو کې دموکراتانو وکړی شو چې یو ځل بیا د سنا په مجلس کې خپل اکثریت وساتي.

د دې ګوند تازه بری د نیواډا په ایالت کې د سناتورې کترین کورټیز ماسټو بیا انتخاب کیدل و چې پدې سره به د جمهور رئیس جو بایډن واکمن ګوند د سنا په مجلس کې ۵۰ څوکۍ ولري.

د نیواډا په ایالت کې د میرمن کورټیز ماسټو په مقابل کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا د دې ایالت پخوانی لوی څارنوال ایډم لکزالټ ولاړ و چې ماتې یې وخوړه.

دموکراتانو د نیواډا تر څنګ د اریزونا په ایالت کې هم د سنا د مجلس انتخابات وګټل او یوازې د جورجیا د ایالت نتایج تر اوسه ندي څرګند شوي.

د جورجیا په ایالت کې د دوکرات ګوند سناتور رافایل وارنوک د جمهوري غوښتونکي هارشیل واکر سره په سیالۍ کې دي.

هیڅ یو کاندید پدې ایالت کې ونشو کړی چې د سنا مجلس د څوکۍ ګټلو لپاره پنځوس په سلو کې رایې وګټي او اوس به ډسمبر په میاشت کې د هغوي تر منځ دویم ځلي انتخابات کیږي.

جمهوري غوښتونکي د سنا په مجلس کې ۴۹ څوکۍ لري.

خو که چیرته ښاغلی واکر د جورجیا په ایالت کې انتخابات وګټي او پدې سره جمهوري غوښتونکي د سنا مجلس د ۱۰۰ څوکیو څخه ۵۰ یې وګتي بیا به هم د دې مجلس کنټرول د دموکراتانو سره وي ځکه چې د جمهور رئیس مرستیاله واک لري په هغه صورت کې چې رایې پنځوس پنځوس وي، پریکړه کوونکي رایه وکاروي.

د استازو په مجلس کې د اکثریت ګټلو پریکړه لا هم نده شوې ځکه چې په یو شمیر ایالتونو کې لاهم د رایو شمیر روان دی.

سره لدې چې جمهوري غوښتونکو هیله درلوده د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې به ډیرې څوکۍ وګټي خو بری یې په هغې اندازې نه و چې تمه یې کیده.

XS
SM
MD
LG