د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتان د امریکا د سنا د کنترول لپاره یو ګام نژدې شول


د امریکا په جورجیا ایالت کې د سنا د انتختاباتو د رایو د شمیرنې په اساس دموکرات کاندید رافایل وارنوک، د جمهوري غوښتونکې سیالې کیلي لوفلر څخه مخکښ ګڼل شوی دی.

امریکایي رسنیو د چهارشنبې په سهار جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) رپوټ ورکړ چې تقریبا د ټولو رایو له شمیرنې وروسته ښاغلی وارنوک څه دپاسه ۴۰ زره رای له میرمن لوفلر څخه مخکې دی.

ښاغلي وارنوک د سه شنبې په شپه ناوخته په یو پیغام کې خپلو پلویانو ته وویل: "مونږ ته ویل شوي وو چې دغه ټاکنې نشئ ګټلای، خو نن شپه مو ثابته کړه چې په هیله مندۍ، زیار او د خلکو په ملاتړ هر څه ممکن دي."

د جورجیا ایالت د سنا د دوهمې څوکۍ په سیالۍ کې دموکرات کاندید جان اوسوف د خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډیفید پردو، څخه ۱۲ رای مخکې شوی دی.

په جورجیا ایالت کې د سنا انتخابات د امریکا د متحده ایالاتو دواړو سیاسي ګوندونو – جمهوري غوښتونکو او دموکراتانوته – خورا مهم دي، ځکه د هغې نتیجې څرګندوي چې لږ تر لږه په راتلونکو دوو کلونو کې کوم ګوند په سنا کې اکثریت ترلاسه کوي.

اوس جمهوري غوښتونکي په سنا کې ۵۰ څوکۍ او دموکراتان ۴۸ څوکۍ لري، او جمهوري غوښتونکي د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره یواځې یوې څوکۍ ته اړتیا لري.

په هغه صورت کې چې دموکراتان په جورجیا ایالت کې د سنا دواړه څوکۍ وګټي، د سنا څوکۍ د دواړو ګوندونو ترمنځ ۵۰-۵۰ ویشل کیږي او په یوه رایه چې د منخب جمهور رئیس مرسیاله کاملا هریس، یې په سنا کې لري جو بایدن کولای شي سنا کنترول کړي.

د ښاغلي بایدن دموکرات ګوند همدا اوس د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر د دریمې په انتخاباتو کې د جورجیا د سنا د څوکۍ لپاره هیڅ یو کاندید ونشو کړای چې د بریا لپاره لازم اکثریت ترلاسه کړي او په دې خاطر پدې ایالت کې د سنا انتخابات دوهم پړاو ته لاړل چې د سه شنبې په ورځ جنورۍ پنځمه تر سره شول.

سربیره پر دې چې څه دپاسه درې میلیون کسانو په جورجیا ایالت کې مخکې له وخته رای ورکړې وې د انتخاباتو په ورځ هم زیات شمیر خلکو د رایو مرکزونو ته مراجعه کړې وه.

XS
SM
MD
LG