د لاس رسي وړ اتصالات

په دینمارک کې څلور سویډني اتباوې د ترهګرۍ په تور محاکمه شول


څلور سویډني اتباوې نن د جمعې په ورځ د ترهګرۍ د تورونو په تړاو محاکمه شول. دغو کسانو په یوې دسیسې کې لاس درلودی چې غوښتل یې پر هغې ورځپاڼې باندي برید وکړي چې د حضرت محمد (ص) کارتونونه یې ایستلي وو.

د سویډن درو اتباوو او یوه اوسیدونکي د ډینمارک په پلازمېنې کوپنهاګن کې د محاکمې په پیل کې د بې ګناهۍ ادعا وکړه. د یادشویو کسانو له ډلې نه ۳ کسه یې هغه مهال ونیول شول چې د ادعا له مخې د جیلاند پوسټین د ورځپاڼې د دفترونو پر خو روان وو چې برید پرې وکړي او څلورم کس یې هم په سټاکهولم کې په عین ورځ ونیول شو او وروسته بیا دینمارک ته انتقال سو.

یادشویو درو کسانو د غیر قانوني وسلو د درلودلو تورونه هم رد کړي دي. څارنوالان وايي چې دغو کسانو چې د افراطیانو او نړیوالو ترهګریزو سازمانونو سره لاس لري، پلان یې درلودی چې په نوموړې ورځپاڼې کې زیات شمیر خلګ ووژني.

د جیلاند پوسټین ورځپاڼې په کال ۲۰۰۵ کې د اسلام د پیغمبر حضرت محد (ص) کارتونونه انځور کړي و او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې څو شدید او خونړي لاریونونه راوپارول.

XS
SM
MD
LG