د لاس رسي وړ اتصالات

ه ډینمارک کې درې کسه د ترهګرۍ په تور نیول شوي


د دینمارک د استخباراتو اداره وايي چې ددغه هیواد په پلازمېنې کې یې درې کسه په دې شک نیولي دي چې غوښتل یې یو ترهګریز برید پلان کړي. د دینمارک د استخباراتو او امنیت د چارو ادارې په یوه بیانیې کې ویلي دي چې دغه کسان نن د جمعې په ورځ په پلازمېنې کوپنهاګن کې په دوو جلا سیمو کې ونیول شول.

ددغو کسانو سره اوتوماتیکې وسلې او مهمات ترلاسه شوي او پرې دا شک دی چې د یوې ترهګریزې حملې دپاره یې چمتوالی نیوی. تر اوسه پوري لا په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د استخباراتو یادشوې ادارې ویلي دي چې دوي درې کسه نیولي دي چې یو یې ۲۲ کلن اوردنی دی، بل یې ۲۳ کلن ترکی دی او دریم یې هم ۲۱ کلن دینمارکی دی چې په مصر کې ژوند کوي.

دغه ګرفتارۍ په داسي حال کې کې کېږي چې په دغه هېواد کې د څلور نورو کسانو محاکمه هم روانه ده چې پرې دا تور دی چې غوښتل یې د یوې دینمارکۍ ورځپاڼې مربوط دفترونو باندي چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کارتونونه یې جوړ کړي وو، حملې پلان کړي.

XS
SM
MD
LG