د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ډینور ښار ته زیات شمېر نوي کډوال تللي


د کلراډو ایالت د ډینور ښار مسولین وايي په تیرو دوو اونیو کې دغه ښار ته د لاتینې امریکا شاوخوا ۱۵۰۰ کډوال رسېدلي او ډیر نور پر لار دي.

د امریکا د ګڼو نورو ښارونو په څېر د ډینور ښار هم د نوو راغلو مهاجرینو د ځای په ځای کولو له مشکل سره مخامخ دی. د ډینور د ښاروالۍ په وینا، له تازه راغلیو کډوالو سره د بشري مرستو لړۍ د ژمي د رخصتیو له کبله په ټپه ولاړه ده.

ډینور ته په تازه راغلیو کډوالو کې یو ځوان چې خپل نوم ښودل نه غواړي، دوه ورځې مخکې له یوه اوږده سفر نه له وینزویلا نه دې ښار ته رسېدلی دی.

هغه وویل: "ما په ځنګله کې په ورځو ورځو مزل وهلی. نه د خوړو دپاره څه وو نه د اغوستو دپاره. نه مې سم خوب کړی او نه ارام. ډیره سخته لاره وه او هدف امریکا ته رارسیدل او خپل ژوند ښه کول وو."

ډینور د مکسیکو له سرحده قریب زر کیلومتره لرې دی. د ډینور ښاروال مایکل هنکوک وايي چې دوی د نوو راغلو کډوالو سره د مرستې دپاره تقریبا دوه میلیونه ډالر لګولي دي.

ښاغلي هنکوک وویل: "زه د امریکا د استازو جرګې او فدرالي دولت نه غواړم چې باید عاجل ګام واخلي . موږ د دغو مهاجرینو دپاره د اوږدې مودې او لنډې مودې کارونو ته ضرورت لرو."

د ډینور ښاروال د نوو راغلو مهاجرینو د ځای په ځای کولو دپاره په ښار کې اضطراري حالت اعلان کړی دی او په دولتي ودانیو کې یې د کډوالو دپاره کمپونه پرانیستي دي. خو سخت ژمي او د کریسمس رخصتیو د مرستو کارونه سخت اغیزمن کړیدي.

بیا هم د مرستو کارونه څه نا څه روان دي. د مرستو ډکې قریب شپږ لارۍ د جمعې په ماښام ددغو مهاجرینو دپاره د ضرورت شیان رسولي دي.

د سټان هولټن په نوم یوه مرسته کوونکي وویل: "زه په دې خوشاله نه یم چې دومره زیات مهاجرین امریکا ته راروان دي خو دې نه معلومیږی چې نړۍ د څومره سخت ناورین سره مخ ده."

د ډینور ښار د ځانګړي قانون په اساس، دغه ښار د مرکزي حکومت سره د مهاجرت د قوانینو په عملي کولو کې مرسته نه کوي. دلته راغلي زیاتره مهاجر له وینزویلا نه د اقتصادي مشکلاتو له کبله کډه شوي دي.

د مهاجرینو مدافع وکیلې کېترین چن وویل: "زه وینم چې ډیر پام له وینزویلا نه راغلو مهاجرینو ته کیږي خو موږ تیرو لس کلنو کې په هونډوراس، ګواټیمالا، ایلسلواډور او حتی مکسیکو کې هم مشکلات لیدلي. نو زه وینم چې د مهاجرینو راتګ په زیاتیدو دی ځکه چې دغو ملکونو کې لا هم وضعیت هغسې خراب دی."

د ډینور په ښار کې هم یو شمیر داسې خلک شته چې امریکا ته د مهاجرینو د راتګ سره مخالفت ښيي.

د مهاجرت د اصلاحاتو د ټولنې غړي، ایرا مهالم وویل: موږ ډیر زیات وسایل نه لرو که مو لرلی نو موږ به هیڅ ستونزه نه درلوده."

XS
SM
MD
LG