د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د رایې ورکولو له حق پرته په ټاکنو کې برخه مه اخلئ

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د دایمي استوګنې د کارت لرونکو (ګرین کارت لرونکو) په شمول بهرنیانو ته خبرداری ورکړی که په ټاکنو کې په غیرقانوني توګه خپله رایه وکاروي نو د نیول کېدو، قانوني تعقیب او احتمالي شړل کېدو سره به مخ شي.

دغه وزارت د منځمهالو ټاکنو سره په یو وخت کې د اېکس په ټولنیزې پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي: "هغو بهرنیانو ته چې د امریکا په ټاکنو کې رایه ورکوي زموږ پیغام روښانه دی: موږ به تاسې وپېژنو او وبه مو نیسو او تاسو به له عواقبو سره مخ شئ چې په کې جنایي تورونه او شړل کېدل شامل دي."

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲مه) اعلان وکړ چې د ټاکنیزو سرغړونو اړوند پر ۶۳ کسانو تورونه لګولي دي چې په کې غیرقانوني رایه ورکول، تقلبي نوملیکنه او په درواغو د امریکا د تابعیت لرلو ادعا شامله ده.

د دې وزارت په وینا په تورنو کسانو کې په متحدو ایالتونو کې د قانوني اقامت لرونکو او د اقامت نه لرونکو په شمول بهرني اتباع شامل دي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د څو بهرنیو وګړو د قانوني تعقیب اعلان کړی دی. د بېلګې په توګه د ازبکستان وګړی ماکسیم شکیروف په ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د غیرقانوني رایې ورکولو جرم منلی دی او د هغه د مجازاتو حکم به د راتلونکې جنورۍ په میاشت کې اعلان شی.

په ورته وخت کې د متجدو ایالتونو د عدلیې وزارت د اکتوبر په ۲۸مه اعلان کړی و چې د دایمي استوګنې کارت لرونکې یوه افغانه، خالده صافۍ په نېواډا ایالت کې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په غیرقانوني توګه په رایې ورکولو تورنه شوې ده.

د امریکا د فدرالي قانون له مخې، د دایمي استوګنې کارت لرونکو په شمول، بهرني وګړي په فدرالي ټاکنو کې د رایې ورکولو حق نه لري. پر اشخاصو لګول شوي تورونه تر هغه وخته پورې د محکومیت په توګه نه منل کیږي تر څو چې په محکمه کې ثابت نه شي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG