د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هګسیټ په منځني ختیځ کې په الوتکې وړونکي کښتۍ کې د "ناوړه حالت" او په کښتۍ کې د سپرو کسانو د روغتیایي وضعیت په هکله د مطبوعاتو راپورونه رد کړل.
ښاغلي هګسیټ جمعه اګست ۱۴ خبریالانو ته وویل چې د USS Abraham Lincoln جنګي کښتۍ په هکله د مطبوعاتو راپورونه " په بشپړه توګه توګه ناسم" دي.
د جګړې وزیر د پاناما څخه د نیوزمکس تلویزیون سره په مرکې کې وویل، " مونږ ډاډ ورکوو چې په هرې شیبې کې د هرې کښتۍ، هرې عملې او هر ماڼو لپاره ټول لازم شیان برابر کړو".
دا کښتۍ د تقریباً ۵۰۰۰ ماڼوګانو ځای کولو ګنجایش لري او د تیرو نهو میاشو راهیسې یې په منځني ختیځ کې لنګر اچولی او د ایران پر ضد د متحده ایالاتو په نظامي عملیاتو کې مهم نقش لري.
د ښاغلي هګسیټ د څرګندونو څخه وړاندې د سي ان ان تلویزیوني شبکې په یو راپور کې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې یو ماڼو د همدې میاشتې په سر کې د کښتۍ د عملې د ناوړه رواني وضعیت اندیښنو له کبله د کښتۍ څخه ټوپ اچولی و.
د جګړې وزیر ومنله چې یو شمیر سرتیري د نورو په پرتله د ډیرې مودې راهیسې د د دندې لپاره ګمارل کیږي او ژمنه یې وکړه چې دا وزارت به د سرتیرو سره د مرستې کولو په خاطر هیڅ هم ونه سپموي.
هغه همدارنګه وویل چې دې سرتیرو ته درناوی لري او د خدمت قدرداني یې کوي.
د جګړې وزیر وویل، " داسې یو څوک چې دیته ورته کښتۍ کې یې وخت تیر کړی او اوږد ماموریت یې کړی، زه دا احساسوم. زه هم د نورو په څیر غواړم چې هغوي ژر کور ته راشي. زه غواړم سرتیري ژر ژر بدل شي. زه د هغوي لپاره غوره وخت غواړم. زمونږ قوماندانان او د وسله والو ځواکونو مشران پدې پوهیږي. همدا د جمهور رئیس توقع ده".
د جګړې وزیر سربیره، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ هم پدې الوتکې وړونکي کښتۍ کې د ماڼوګانو روغتیایي او رواني وضعیت په هکله د مطبوعاتو راپورونه رد کړل او هغه یې "ناسم" وبلل.
سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړ ویل، " یو راپور ادعا لري چې اوو ماڼوګان په الوتکې وړونکي کښتۍ کې په شخړې کې مړه شوي او په ځینو کې ویل شوي د ځان وژنې وضعیت ډیر شوي، دا راپورونه ناسم دي".
سنټکام ویلي چې په کښتۍ کې د ماڼو ګانو مورال لوړ دی.
سنټکام ویلي ابرهم لینکلن الوتکې وړونکې کښتۍ کې ماڼوګان او سمندري ځواکونه مقاومت کوونکي دي او اراده یې پخه ده. په اعلامیې کې راغلي چې دې سرتیرو هلته څه د پاسه ۲۶۰ ورځې تیرې کړي، ۱۰ زره شاوخوا پروازونه یې کړي او ۱.۵ میلیون پونډه مهمات یې کارولې.
سنټکام ویلي چې په کښتۍ کې له سپرو سرتیرو یو هم ندی مړ شوی او زیاته کړې یې ده هغه سرتیری چې د اګست میاشتې په ۳ مې د کښتۍ لاندې لویدلی و، ډیر ژر په خوندي توګه وژغورل شه.
په عین حال کې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم ویلي سره لدې چې دا کښتۍ سره لدې چې ډیر وخت نه کیږي چې هلته استول شوی خو زیاته یې کړه چې د دې کښتۍ پر ځای به بله واستول شي.
په عین حال کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو مشر هونګ کاو ویلي چې د یو اس اس ابرهم لینکلن راستنیدل د پلان شوي دوره یي ماموریت برخه ده او زیاته یې کړه چې پدې اوږدې مودې دې کښتۍ ۲۰۰ ورځې د جګړې په ساحې کې تیرې کړي، الوتکو ترې څه باندې ۱۰ زره پروازونه کړي او ۱.۵ ملیون پونډه مهمات یې غورځولي دي.
ښاغلي کاو د واشنګټن پر وخت جمعه ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یو لږ شمیر سرتیرو د رواني روغتیا قضیې حل شوې او هیڅوک مړه شوي ندي.
د بحري ځواکونو مشر دا هم ویلي چې د کښتۍ عملې او سرتیرو ته خواړه رسیدلي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د تازه اکمالاتو نه کیدو له کبله د خوړو په پلان کې تغیرات راغلي و. ښاغلي کاو په اعلامیې کې زیاته کړې چې د خطر لوړوالي پر مهال د کښتۍ څخه د ټیلیفون کول هم محدود شوي و.
فورم \ دبحث خونه