د لاس رسي وړ اتصالات

د پروان لپاره د طالبانو د والي مرستیال ووژل شو ـ چارواکي


عکس (اارشیف)
عکس (اارشیف)

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه ددې ولایت په «کوه صافي» ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې د پروان لپاره د طالبانو د ټاکل شوي والي مرستیال محمد نبي له ۱۶ نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

اغلې شهکار زیاته کړه چې نښته تیره شپه ۱۰:۳۰ دقیقې پیل شوه او څو ساعته یې دوام درلود، د نوموړې په خبره په دغه نښته کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه هم شوي دي.

د پروان د والي ویاندې همدارنګه وویل چې د طالبانو بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو لخوا پر شا وتمبول شوه.

هغې وویل چې په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دی رسېدلي.

له جوزجان ولایت څخه هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په دینار کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي چې دغه جګړه پرون له ماسپښین وروسته پیل شوې وه او د شپې تر دوه بجو پورې یې دوام درلوده چې په کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، هغه زیاتوي چې په وژل شویو وسله والو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوه تنه قوماندانان قاري عثمان او قاري مجید وژل شوي او ۲۵ تنه نور یې ټپیان شوي دی

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانود تیرې فبرورۍ میاشتې له ۲۲ نېټې د تاوتریخوالي کمولو بهیر له پيل څخه وروسته په افغانستان کې هره ورځ ۴۴ بریدونه کړي دي.

د یادې شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د یادو بریدونو له امله په ورځ کې شااوخوا ۲۴ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG