د متحدو ایالتونو د کورنيو چارو وزارت هغو کسانو ته د نغدي مرستې او خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره د وړیا ټکټ ورکولو اعلان کړی چې په امریکا کې یې د موقتي خوندیتوب حالت (TPS) موده ختمه شوې ده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (جولای ۲۷) په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې هر مراجعه کوونکي ته چې د موقتي خوندیتوب حالت موده یې پای ته رسېدلې او غواړي له متحدو ایالتونو څخه ووځي، خپل هېواد ته د تللو د وړیا ټکټ برسېره ۲۶۰۰ ډالر ورکول کیږي.
په دغه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د کورني امنیت وزارت به د هغو کسانو په خلاف اقدام وکړي چې په امریکا کې د پاتې کېدو قانوني موده یې پای ته رسېدلې او په خپله خوښه له امریکا څخه د وتلو اقدام ونکړی.
په متحدو ایالتونو کې د نورو هېوادونو د اتباعو د موقتي خوندیتوب حالت د ختمولو په اړه د حکومت او سترې محکمې له پرېکړو وروسته سلګونو زرو کسانو په امریکا کې د قانوني پاتې کېدو حق له لاسه ورکړی دی.
د متحده ایالاتو سترې محکمې د جون په میاشت کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړه چې د هایټي او سوریې د اتباعو د موقتي خوندیتوب حالت چې هغوی ته د جګړې او طبیعي افتونو څخه د تیښتې په خاطر ورکړل شوی و، لغوه کړي.
د سترې محکمې دې پریکړې په متحدو ایالتونو کې د یو شمیر افغان کډوالو په ګډون د شاوخوا ۱۷ هېوادونو نږدې ۱.۷ میلیون کډوال چې په امریکا کې یې د موقتي پاتې کیدو اسناد لرل، د احتمالي ایستل کیدو له خطر سره مخ کړل.
د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت تېر کال د یو شمیر افغان کډوالو لپاره د موقت خوندیتوب حالت پای ته ورساوه او دغه خوندیتوب لرونکي نږدې نهه زره افغانان له امریکا څخه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ شول.
فورم \ دبحث خونه