د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان برید کې وژل شوی


په وروستیو اونیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې د دواړو خواو ته یې د سر زیانونه هم اړولي دي.
په وروستیو اونیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې د دواړو خواو ته یې د سر زیانونه هم اړولي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان د خپلو دریو ساتونکو سره تیره شپه ( زمري درییمه) د پولیسو پر قومندانۍ د طالبانو برید کې وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه یوولس بجې وسله والو طالبانو د خوګیاڼو ولسوالۍ د پولیسو په قومندانۍ برید وکړ، چې په نښته کې د دغې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان سیمع الله پوپل او د هغه درې ساتوونکي ووژل شو او پنځه پولیس ټپیان شو.

د غزني د والي ویاند وویل، چې د ولایت له مرکز څخه سیمې ته د نورو سرتیرو د رسیدلو وروسته د طالبانو برید په شا وتمبول شو او د خوګیاڼو ولسوالۍ دسقوط مخه ونیول شوه.

هغه وویل، په دې جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند وویل، چې تیره شپه افغان ځواکونو هم د د دغه ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکز عملیات کړي، چې له امله یې لس طالب وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د خوګیاڼو ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړه کې یې ۲۰ افغان سرتیري وژلي او لس نور ټپیان کړي دي.

طالبانو په دغه جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو نښتې زیاتې شوي دي.

اوړمه شپه د تخار ولایت د اشکمش په ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې د دغه ولایت د ولایتي شورا د رئیس د ادعا له مخې په کې شاوخوا دیرش تنو افغان امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړیدلې وه.

XS
SM
MD
LG