د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې او واشنګټن نوی تړون: قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي


د قطر او متحده ایالاتو تر منځ تړون نن جمعه نومبر ۱۲ لاسلیک شو.
د قطر او متحده ایالاتو تر منځ تړون نن جمعه نومبر ۱۲ لاسلیک شو.

متحده ایالاتو او قطر موافقه کړې چې دا هیواد به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي ګټو استازیتوب کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن جمعه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) د "خوندیتوب صلاحیت"په نامه سند لاسلیک کړ.

د دې سند له مخې دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وویل، " قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې قونسلي خدمات به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري".

متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

د قطر او متحده ایالاتو تر منځ دا موافقه پداسې حال کې کیږي چې د امریکا په ګډون د نړۍ هیوادونه طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په هکله فکر کوي.

د متحده ایالاتو ، اروپایي هیوادونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه دیته زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

انتقاد کوونکي وایي چې طالبانو د ټولشموله حکومت جوړولو او د اقلیتونو په ګډون د میرمنو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې پخپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د تړون له مخې چې د همدې روان کال د ډسمبر د میاشتې وروسته د اجرا وړ دی، قطر به په افغانستان کې د خپل سفارت یو شمیر کار کوونکي د متحده ایالاتو د کارونو لپاره ځانګړي کړي او په دوحه کې د امریکا د سفارت او د بهرنیو چارو دوزارت سره به د نږدې نه کار کوي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي همدارنګه ویلي چې د طالبانو سره د تعامل لپاره به واشنګټن د دوحې د لارې اړیکې ساتي.

دغه جګپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ویلي چې قطر به امریکایي اتباعو ته د قونسلي خدماتو برابرولو او په افغانستان کې د امریکا د ګټو د خوندیتوب په برخه کې همکاري کوي.

په قونسلي خدماتو کې ښایي د پاسپورټ اخیستو لپاره د غوښتنلیکونو اخیستل، د اسنادو تائید او په عاجلو حالاتو کې د معلوماتو ورکول او مرسته کول شامل وي.

د دې تر څنګ قطر منلې چې په موقتي توګه به د شاوخوا ۸ زرو افغانانو چې د ځانګړو ویزو اخیستو لپاره یې غوښتلیکونه سپارلي، کوربه توب وکړي.

XS
SM
MD
LG