د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ: موږ یو ملت یو، یو کورلرو، او یوستر بیرغ لرو


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نیوادا په رینو کې دامریکا په ملي پوځي کنوانسیون کې د اگست په ٢٣- مه خبرې کوي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نیوادا په رینو کې دامریکا په ملي پوځي کنوانسیون کې د اگست په ٢٣- مه خبرې کوي.

یوشمیر امریکا يي رسنیو او د کانگرس غړيو د شارلېټسویل په پېښه کې د ولسمشر پراظهاراتو له دې امله کلک انتقادونه وکړل چې د سپین پوستو تفوق غوښتونکیو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ ېې توپیر ونکړ.

رسنۍ او د ولسمشر نور نقادان وايي چې هغه یوه ورځ د ا تحاد خبره کوي او بله ورځ دهغې مخالفه خبره کوي. پکارده چی ولسمشر د امریکا د ملت د وحدت او یووالی لپاره یو پیغام ورکړي.

دهمدې انتقادونو له امله ولسمشر دافغانستان د ستراتیژۍ داعلان په وخت کې هم د یووالي او وحدت خبره وکړله او په نیوادا کې ېې هم دیووالي لپاره خواست وکړ.

ښاغلی ټرمپ د متحد وایالاتو په لویدیځه برخه کې په دوه ورځني سفر بوخت و.

په نیوادا کې دملي وحدت وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

ولسمشرډانلډ ټرمپ په نیواد کې د جگړې دوخت متقاعدینو ته په رینو کې د چارشنبی په ورځ وویل: اوس ددې وخت دی چې د هغو پرهارونو علاج وکړو چې موږ ېې جلا کړي یو. د داسی نوي یووالي لپاره لټه وکړو چې د گډو ارزښتونو پر بنسټ جوړ شي او موږ سره یو کړي."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ زیاته کړله چې موږ یو ملت یو، یو کورلرو، او یوستر بیرغ لرو.

تردې یوه ورځ مخکې د اریزونا ایالت په فینیکس کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل گوند پر یو شمیر غړیو او رسنیو کلک انتقاد وکړ. هغه وویل رسنیو دده وینا د شارلیټسویل په پېښه کې چې تشدد پکې پېښ شو، په درسته توگه خلکو ته نده رسولې.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: هغوی نه غوښتل ددې رپوټ ورکړي چی ما په ډیر قوت د کرکې، تعصب او تشدد خلاف خبرې وکړلې او په ډیرو قوي ټکیو مې د نويو نازیانو، سپین پوستو تفوق غوښتونکيو او کې کې کې، ډلې محکومې کړلې."

د ویرجینا د شارلېټسویل مظاهره چې یوه ځوانه ښځه پکې ووژل شوله، د نویو نازیانو او سپین پوستو تفوق غوښتونکیو له خوانه د اگست په دولسمه د شنبی په ورځ جوړه شوې وه.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شارلېیټسویل له پېښې نه وروسته وویل: زه په ډیرو قوي ټکیو دکرکې ، تعصب او تشدد ډیره ناوړه څرگندونه محکوموم."

ولسمشر پررسنیو د انتقاد په ترڅ کې وویل چې زه فکر کوم هغوی زما دخبرو په رسولو کې تردې غوره کار کولی شو، خو هغوی ونه غوښتل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: د هغوی بل انتقاد داو چی ولسمشر ډیرژر د یووالي خبرې ونکړلې. پر خپل وخت ېې ونکړلې. ولې ېې یوه ورځ وروسته وکړلې. نو هغه به نژادی تبعیض لري، ځکه یوه ورځ وروسته ېې د یووالي خبرې وکړلې."

پر ولسمشر ټرمپ باندې د اگست د څوارلسمی راهیسې چې د سپین پوستو تفوق غوښتونکیو له خوانه په شارلېټسویل کې تشدد پېښ شو، ډیر پراخ انتقادونه وشول.

د هاورډ پوهنتون یوشمېر شاگردان په هغه ځای کې تم شوي دي چی هېدر هایر د شارلېټسویل په تشدد کې د اگست په ١٢ مه پکې ووژل شوله.
د هاورډ پوهنتون یوشمېر شاگردان په هغه ځای کې تم شوي دي چی هېدر هایر د شارلېټسویل په تشدد کې د اگست په ١٢ مه پکې ووژل شوله.

هغه د شارلېټسویل په پېښه کې په ا وله کې د مظاهرې دواړه خواوې د پېښ شوي تشدد له امله ملامتې وبللې. په دغه مظاهره کې ٣٢ کلنه هیدر هایر هغه وخت ووژل شوله چې د سپین پوستو ملتپالو ډلې یو تن پر مخالفو مظاهره چیانو موټر وروست. دهغی پرمرگ سر بیره ېې څو تنه نور پکې زخمیان کړل.

د نیواداد د ر ینو په ښار کې له وینا نه وروسته ولسمشرټرمپ یو داسې قانون لاسلیک کړ چی د جگړې د متقاعدینو لپاره به دهغوی د غوښتنو په اړه انسجام اواسانتیاوی منځته راولي. دغه غوښتنی معمولا له جگړو نه وروسته د معلولیت د منافعو دلاسته راوړلو لپاره وي.

سپینه ماڼۍ وايي چی تر ۴٧ زرو نه زیات نظامي متقاعدین د خپلو درخواستونو نتایجو ته منتظر دي.

په امریکا کې د ولسمشر د کارونو دملاتړ او په ولس کې د محبوبیت د کچې د معلومولو په اړه نظرپوښتنی ډېرې کېږي.

د ولسمشرټرمپ د یووالې وینا په نیواد کې په داسی ورځ خپره شوله چې په همدی ورځ یوه تازهنظر پوښتنه هم خپره شوله. په نظرپوښتنه کې په درو کې دوه برخې مریکایان داسې فکر کوی چې ولسمشرټرمپ د هېواد د انقسام اوخلکو ترمنځ د جلاوالی په تړاو ډیر څه کوي، نسبت دیته چی امریکایان سره یوځای کړي. په تازه نظر پوښتنو کې د ټول هېواد په کچه په ټولیزډول دهغه محبوبیت په سلو کې ٣٥ دی.

XS
SM
MD
LG