د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: نړۍ نشي کړای چې په ایران کې د اعدامونو په وړاندې بې پروا وي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران حکومت د وېرې د خپرولو او د ټولنې د ځپلو لپاره د اعدام له سزا څخه سیستماتیکه ګټه اخلي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د خپل اېکس ټولنیزې شبکې په فارسي حساب کې لیکلي چې ایران یوازې په ۴۸ ساعتونو کې، تر ۱۷ ډېر بندیان یې اعدام کړي دي.

د دې راپور په اساس، له اعدام شویو کسانو څخه یو یې د معمارۍ څانګې ۲۷ کلن محصل، عقیل کشاورز، و چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د "۱۲ ورځني جګړې" په مهال نیول شوی و.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا محصل له عادلانه محاکمې څخه بې برخې شوی و، شکنجه شوی و، او په پای کې د جاسوسۍ په "جعلي" تور اعدام شوی دی.

په دې پیغام کې ټینګار شوی چې د عقیل کشاورز برخلیک د یوې پراخې او سیستماتیکې کړنلارې یوه بېلګه ده.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یوازې په روان میلادي کال کې په ایران کې له ۱۸۰۰ څخه ډېر کسان اعدام شوي دي؛ دا هغه شمیره ده چې د دې وزارت په وینا، په ایران کې د اندېښنې وړ بشري حقونو د وضعیت ښکارندويي کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر نورو زندانیانو وضعیت ته هم اشاره کړې چې د دې وزارت په وینا، یوازې د بې عدالتۍ پر وړاندې د خبرو کولو او د لومړنیو حقونو د غوښتلو له امله د اعدام د حکم د اجرا په تمه دي.

د دغو کسانو په منځ کې د محمد جواد وفائي ثاني، شريفه محمدي، منوچهر فلاح، مهراب عبد الله زاده او پیمان فرح‌آور نومونه ياد شوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ایران د اعدام له سزا څخه د وېرې خپرولو، د منتقدینو د خاموشولو او په ټولنه کې د هیلو د له منځه وړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د دې پیغام په پای کې راغلي چې نړیواله ټولنه نشي کولی د دې بهیر په وړاندې بې پروا وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هر انساني ژوند چې له منځه وړل کیږي یو جرم دی او هره چوپتیا به د لا ډېر تاوتریخوالي لامل شي او په پای کې باید عدالت او ځواب ویل رامنځته شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG