د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۰مه] د فاکس نیوز خبري شبکې ته ویلي چې واشنګټن په دوامدار ډول په یمن کې له حوثيانو سره په اړیکه کې دی او دغې ډلې هوکړه کړې چې د متحدو ایالتونو پر وړاندې به جګړه نه کوي.
تر دې مخکې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د شخړو زیاتېدو ته په اشارې په سیمه کې له خپلو وګړو څخه غوښتي چې په خپل تګ راتګ کې له احتیاطه کار واخلي.
وزارت د شنبې په ماښام [سپټمبر ۱۹مه] د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت د ناڅاپي خرابوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.
په خبرپاڼې کې راغلي: "هغه امریکایان چې اوسمهال په منځني ختیځ کې دي، باید ډېر احتیاط وکړي او د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو، د هوایي حریم د تړل کېدو، او د سفر د خنډونو په اړه خبر وي."
امریکا په داسې حال کې په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکوي چې د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ شخړې مخ په زیاتېدو دي.
حوثیانو د شنبې په ورځ وویل چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې "حساس" ځایونه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ویشتلي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې د شنبې په سهار یې هوایي دفاعي سیسټمونو د یمن توغندي شنډ کړي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د ایران د ملاتړ نه برخمنو حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په ملکي هوايي ډګرونو بریدونه کړي او دا پوځي شخړه ښايي "په چټکۍ پراخه" شي.
له بلې خوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې ښايي د حوثیانو سره د مبارزې په کار کې سعودي عربستان پوځي مرستو ته اړتیا ولري او ترکیه د مکې د دفاعي تړون له مخې چې پاکستان هم پکې شامل دی، د مرستې لپاره چمتو ده.
د مکې دفاعي تړون تېره میاشت د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو. په دغه سند کې راغلي چې پر یوه هېواد وسله واله بريد پر ټولو بريد ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضايي په یوې ټلویزیوني مرکې چې د شنبې په ورځ خپره شوې ویلي چې تهران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی.
فورم \ دبحث خونه