د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ایران او د یاد هیواد د ملاتړ څخه د برخمنو حوثي اورپکو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د خطر په پام کې نیولو سره، له امریکایي وګړو غوښتي چې سعودي عربستان ته په خپل سفر له سره غور وکړي.
په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې له مخې چې د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) خپره شوه، دغه هیواد ته د سفر خبرداری په دریمه کچه پاتې دی.
واشنګټن همدارنګه په خپلو وګړو غږ کړی چې د امنیتي او ترهګریزو ګواښونو له امله د سعودي عربستان او یمن سرحدي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لبنان د سفرونو د خطراتو په څلورمه کچه (Level 4) کې شامل کړی، چې مانا یې "سفر مه کوئ". دی
دا خبرداری د ترهګرۍ، تښتونې، نظامي شخړو، کورنیو ناآرامیو، جرمونو او د ماینونو د چاودنو خطراتو ته اشاره کوي.
واشنګټن دا هم ویلي چې د امنیتي وضعیت له امله، په لبنان کې د خپلو وګړو لپاره د بېړنیو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د امریکا د حکومت وړتیا محدوده ده او په دغه هیواد کې امریکایي کارکوونکي د سفر له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
عراق هم د امریکا د سفر د خبرداریو په تر ټولو لوړه کچه کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته مشوره ورکړې چې د ترهګرۍ، تښتونو، وسله والو شخړو، جرمونو، او روغتیايي او طبي ستونزو د خطر له امله عراق ته سفر ونه کړي.
د دې خبرداری له مخې، په عراق او لبنان کې امنیتي وضعیت ممکن د ناڅاپي تاوتریخوالي یا وسله والې جګړې په صورت کې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره د امریکا د حکومت وړتیا محدوده کړي.
فورم \ دبحث خونه