د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې یاد وزارت غواړي په یو شمیر هیوادونو کې د دیپلوماتیک حضور د کوچینې کولو په هدف خپل پنځه ماموریتونه یا استازولۍ وتړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د امریکا غږ د افغانستان څانګې د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې یاد وزارت ژمن دی چې د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه کانګرس ته اطلاع ورکړي.
دغه وزارت امریکا غږ ته په خپل استول شوي پیغام کې د ډیر وضاحت له ورکولو پرته ویلي دي،"موږ په دې تمرکز لرو چې ډاډ ترلاسه کړو څو زموږ دیپلوماتیک حضور اغیزناک، ګټور او د امریکا د خلکو لپاره ګټور وي."
رویټرز خبري آژانس لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ د کانګرس یو شمیر کمیټو ته خبر ورکړی چې پلان لري د ګریناډا په سینټ جورجس، د جاپان په ناګویا، د اندونیزیا په میدان، د اندونیزیا په دوالا، کامرون او کاناډا کې خپل ماموریتونه یا استازولی وتړي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د مې میاشتې په پنځمه نیټه په پیښور کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړل کیدو خبر ورکړ.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، له خیبر پښتونخوا سره به دیپلوماتیک تعامل په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ته منتقل شي.
دغه وزارت ویلي وو چې دا اقدام د امریکا د دیپلوماتانو د خوندیتوب او د منابعو د موثر استفادې په هدف شوی دی.
یاد وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي وو" په داسې حال کې چې په پيښور کې فزیکي حضور بدلیږي، په پاکستان کې د حکومت (امریکا) د پالیسۍ لومړیتوبونه ثابت پاتې دي. موږ به د خېبر پختونخوا له خلکو او چارواکو سره په بامعنی ډول تعامل ته دوام ورکړو ترڅو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو، سیمه ییز امنیت ته وده ورکړو، او د امریکایي خلکو ګټې پرمخ یوسو."
دغه وزارت څرګنده کړې وه چې متحده ایالات په پاکستان کې خپل ماموریت ته ژمن دی او د دواړو هیوادونو اړیکي به په اسلام آباد، کراچۍ او لاهور کې د موجودو دیپلوماتیکو ادارو له خوا پرمخ وړل کیږي.
فورم \ دبحث خونه