د لاس رسي وړ اتصالات

لومړی معاونیت: ارګ دې د عطا نور ادعاوو په اړه وضاحت ورکړي


د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي نور وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او په اړه یې له ارګ څخه د وضاحت غوښتنه کړې.
د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي نور وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او په اړه یې له ارګ څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت څوکۍ وړاندیز په اړه د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور له ادعاوو وروسته د جمهوري ریاست لومړي معاونیت له ارګ څخه په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ښاغلي نور له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د کابل چارواکو ورته د لومړي معاونیت څوکۍ وړاندیز کړی، خو هغه دا وړاندیز رد کړی دی.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د ښاغلي نور وروستیو څرګندونو، د افغانستان د ترک توکمو احساسات زیانمن کړي دي.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د دفتر رئيس عنایت‌الله بابر فرهمند امریکا غږ ته وویل "اوس موږ غواړو چې ارګ د هغو مذاکراتو په اړه چې په کې د ښاغلي نور د ادعاوو له مخې ورته د لومړي معاونیت څوکۍ وړاندیز شوی، توضیحات ورکړي."

په همدې حال کې ښاغلي فرهمند په خپل فیسبوک پاڼه کې دې مسلې ته توند غبرګون ښودلی او د ښاغلي نور ادعا یې په کلکو ټکو غندلې ده.

بابر فرهمند لیکلي، چې هغوی د ښاغلي نور دغو ادعاوو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او زیاته کړې یې ده "دا مړۍ د عطا محمد نور او د هغه د نویو ملاتړو له خولې څخه ډیره لویه ده."

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ارګ د لومړي مرستیال جنرال دوستم د څوکۍ په اړه له چا سره خبرې نه دي کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل "د لومړي معاون په اړه د ارګ له آدرس څخه نه کوم شخص او نه له کومې ډلې سره بحث شوی دی، په دې برخه کې اصلاً بحث مطرح نه دی."

دا په داسې حال کې ده، چې له څوو اونیو راهیسې د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور او د افغانستان د جمهوري ریاست ترمنځ د سیاسي واک د بیا ویشلو پر سر جدي بحثونه دوام لري. له دې مخکې ښاغلي نور ویلي وو، چې د بلخ ولایت څوکۍ پریږدي او په کابل کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند دغه راز د احمد ایشچي قضیې ته په اشارې ویلي، دا مسایل به هغوی له خپل پخواني دریځ څخه، چې په غورماچ ولسوالۍ کې پر جنرال دوستم باندې د برید په اړه د تحقیقاتو ټینګار دی، په شا نه کړي.

د جمهور رئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم باندې د احمد ایشچي له خوا د جنسي زورونې، وهلو ډبلو او سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

د دغې قضیې په تړاو د افغانستان لویې څارنوالۍ د تحقیقاتو لپاره جنرال دوستم پسې درې ځل جلب استولی دی.

د احمد ایشچي د مدافع وکیل پر وینا ښاغلی دوستم تر اوسه تحقیقاتو ته حاضر شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG