د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکتر عبدالله: که بدلون رانشي د افغانستان حال به لکه د منځني ختیځ شي


ډاکتر عبدالله: که بدلون رانشي د افغانستان حال به لکه د منځني ختیځ شي
ډاکتر عبدالله: که بدلون رانشي د افغانستان حال به لکه د منځني ختیځ شي

د تغییر وامید سیاسي ګوند پر افغان ولسمشر ږغ وکړ چې که چیرې افغان دولت په خپلو کړنو کې تغییر رانه ولی نو ډېر ژر به افغاني ټولنه د یو نوي تحول شاهده وي.

ددې ګوند مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي تر هغه چې د دولت او حکومت تر منځ همغږي نه وي او یو بل ته ګواښونه کوي نو باید د مخالفو وسله والو د باور په تمه نه وي.

داکتر عبدالله د افغانستان اوسني حالات د منځنی ختیځ له هیوادونو سره پرتله کوي او وایي که حالات همداسی روان وي ډیر ژر به په دې هیواد کې هم کړکیچ رامنځته شي.

ښاغلی عبدالله وايي د حکومت او دولت تر منځ همغږي نشته او ددې همغږۍ نه شتونه به ډیر ژر دا هیواد د یو لوی کړکیچ سره مخ کړي.

عبدالله عبدالله وایي اوس د افغانستان خلک یو ملی دولت ته اړتیا لري او په قدرت کې جدي اصلاحات غواړي.

دی په منځني ختیځ کې د کړکیچ سبب ددی هیوادونو د مستبدو رژیمونو له خوا پر خلکو زور زیاتی ګڼي او وایي که افغان چارواکي په خپلو کړنو کې بدلون را نه ولي ډدیر ژر به د ورته برخلیکونو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG