د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ‌‌‌‌‌‌ډرون برید د داعش دوه قوماندان وژلي


د بې پیلوټه الوتکې دا برید د د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ کې شوی دی.
د بې پیلوټه الوتکې دا برید د د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ کې شوی دی.

ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د بې پیلوټه طیارې په هوايي برید کې چې د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې شوی د داعش شپږ وسله وال وژل شوي چې دوه یې د دغې ډلې قوماندان دي.

اعلامیه کې راغلي چې برید تېر مازیګر په بدګاه سیمه کې شوی او پکې د حسن خان او محمد الله په نومونو د داعش دوه مشهور قومندانان هم شامل دي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دحقان امریکا غږ ته وویل چې دغه برید د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په یو پټنځای شوی او پکې ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځینې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې تړاو څه نه دي ویلي

د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې حضور پراخ شوی دی چې د یو کال راهیسې یې څو واره له حکومتي ځواکونو سره مخامخ جګړېهم کړي چې دواړو غاړو ته پکې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه

XS
SM
MD
LG