د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ډرون ضد نوې تکنالوژي جوړه شوې


د پوځي او ملکي موخو لپاره د کارېدونکو بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د شمیر له زیاتېدو سره، هوايي ډګرونو، زندانونو او د برېښنا تاسیساتو ته د دغو ډرونونو د ممکنو ګواښونو په هکله اندېښنې هم ډیرې شوي دي.

په ویرجنیا کې میشت یو امریکایي شرکت د ډرون مخنیوي لپاره داسې ټکنالوژي جوړه کړې چې د ناوړه موخو لپاره د کارېدونکو ډرونونو له خوا متوجه ګواښونه پیژندلی او مخه یې نیولی شي.

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګلا مرکل په ۲۰۱۳ کال په یوې غونډې کې وینا کوله چې د دوی پر سر څرخیدونکی ډرون ناڅاپه هغې ته نږدې راښکته شو او د غونډې بهیر یې د لنډ وخت لپاره ګډوډ کړ.

که څه هم په دغې پېښه کې چاته زیان ونه رسیده، خو د ډرونونو لخوا یې د دې ډول احتمالي امنیتي پېښو د رامنځته کېدو په هکله د خلکو تشویش زیات کړ.

د ډیډرون شرکت کارکوونکې مري لو سمودلزر وايي، دا یوازې یو نمایشي ډرون و: "خو تاسو یې تصور کولی شی چې له خوندي امنیتي تدابیرو پرته په دې ډول یو وضعیت کې د څه شي رامنځته کېدل امکان لري."

دغه پېښه د ډیډرون د شرکت د رامنځته کېدو پیلامه شوه. دغه شرکت اوس د ډرون د شنډولو د ټکنالوژۍ په برخه کې یو مخکښ شرکت دی او له ۳۵ څخه په زیاتو هیوادونو کې په سلګونو مشتریان لري.

مېرمن سمودلرز وايي، ددې د شرکت له لورې په جوړه شوې تکنالوژۍ کې د ډرون د مخابرې په فریکونسۍ که موجود سیګنالونه د سنسرونو له خوا کشفیږي: "مونږ د رادار، صوتي او حتی د کمرو له سنسرونو څخه هم د ډرون د کشفولو لپاره کار اخیستلی شو."

د ډیډرون مشتریان د ډرون د څارلو سافټویر نصبوي، دغه سافټویر په هوا کې د کوم مشکوک ډرون د راښکاره کېدو په صورت کې امنیتي چارواکو ته خبر ورکوي.

که چیرې ډرون مضر وګڼل شي، د ډیډرون تعقیبونکی له امنیتي چارواکو سره مرسته کوي چې د ډرون اداره کوونکی پیدا کړي او په مستقیمه توګه خبرې ورسره وکړي.

د جنګ په حالت کې مشتریان کولی شي چې ډرون د خنثی کوونکي ټوپک په کارولو سره په مستقیمه توګه په نښه کړي.

ددغه شرکت له خوا جوړ شوی سیستم "ډرون ډفنډر" نومیږي.

د ډیډرون د شرکت کارکوونکي جان کنګ وویل:‌” دا د مخابرې د سیګنالونو انتقالونکی دی او کله چې مونږ په هوايي حریم کې یو ډرون ولید، ورته مخامخ کوو یې، حالت یې انتخابوو، ماشه کېکاږو او په دې توګه د ډرون او کنټرولونکي ترمنځ یې سیګنالونه مختل کوو."

کارپوهان وايي د ډرون د خنثی کولو ټکنالوژۍ د ډرونونو د صنعت له ودې سره هم مهاله وده کړېده.

په دې برخه کې د ډرون فایل په نوم شرکت هم فعال دی. ددې شرکت کارکوونکې مریم مکناب وايي، د ډرون د خنثی کولو ټکنالوژي د سوداګریزو موخو لپاره د کارېدونکو ډرونونو د موجودیت او کارونې د سیستم مهمه برخه ده.

مېرمن مکناب زیاتوي چې د حساسو ځایونو د دفاع او په سوداګریزو موخو کې د کارېدونکو ډرونونو د ودې لپاره، د ډرون د خنثی کولو ټکنالوژۍ ته هم اړتیا ده.

د ډرونونو د صنعت له ودې سره هم مهاله، دا هڅې هم روانې دي چې د خنثی کولو ټکنالوژي یې وده وکړي چې وکولی شي د ناوړه موخو لپاره کارېدونکي ډرونونه شنډ کړي.

XS
SM
MD
LG