دغه نوې ودانۍ به گرځنده برنډې ولري او حتی په ډیرو لوړو پوړونو کې به یې بوټي او گلان کرل شوي وي چې د ودانۍ د جوړونکو په وینا د بابل د ځوړنده باغونو څخه یې الهام اخیستی دی.
د "املاک اعمار" شرکت رئیس محمد العبار د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې وویل چې دغه نوی برج به د برج خلیفه څخه چې د ښار تر ټولو لوړه ودانۍ ده، لوړه وي. د خلیفه برج ۸۲۸ متره لوړوالی لري.
د برج خلیفه برخلاف، دغه نوۍ ودانۍ به سنتي ډوله نه وي بلکې په خپلو ټولو پوړونو کې به باغ او باغچې ولري او د ښاغلي العبار په وینا یو مجلل هوتل، سیار رستورانونه او شیشه یی برندې چې د دې برج د دوال بهر به گرځي ددې ودانۍ له ځانگړتیاو څخه دي.
ددې ودانۍ د جوړولو لگښت شاوخوا یو میلیارد ډالر سنجول شوي دي چې په شپږ کیلومیتره مربع ساحه کې د "دوبۍ نهر" په څنډه کې جوړیږي. د دبۍ نهر د ژویو د ژوند یوه له محفوظو ساحو څخه ده چې د فلامینگو او نورو ډول ډول سمندري الوتونکو د جذبولو لپاره ښه زمینه لري.
ښاغلي العبار دغه نوې ودانۍ د ٢١ پیړۍ د ایفل برج وگاڼه چې نه یواځې د سیلانیانو د جلبولو لپاره ښه انگیزه کیدای شي بلکې د هغه په وینا د املاکو د مشتریانو لپاره به ښه بازار وي.
دغه ودانۍ اسپانوي الاصله سویسي مهندس سنتیاگو کالاتراوا والس، طرحه کړې چې ټاکل شوی په ٢٠٢٠ کال کې د دوبۍ د نړیوال نندارتون سره جوخت پرانستل شي.
له بلې خوا په شیکاگو کې میشت د لوړو ودانیو او د ښاري اوسیدنې شورا وایي چې دغه نوې ودانۍ به له دې سره سره چې دلوړوالي له درکه به دبرج خلیفه نه لوړه وي، خو نشو کولای چې هغه د نړۍ تر ټولو لوړه دوانۍ وگڼو.
باید د یوې ودانۍ هر پوړ لږ تر لږه په سلو کې ٥٠ د اوسیدنی لپاره وي چې وکړای شي د نړۍ د لوړو ودانیو په کتار کې ځای ونیسي. د لوړو ودانیو او د ښاري اوسیدنې شورا دمخابرې او څارنې برجونه چې د ودانیو په لوړو څوکو کې ځای ولري او د استفادې زمینه ترې کمه وي د ودانیو د لوړوالي په سنجولو کې شامل نه گڼي.
په هر حال برج خلیفه تر ډیرې مودې پورې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ نه پاته کیږي او ټاکلر شوی چې ژر تر ژره یو بل آسمان خراش د ۱۰۰۰ مترو په لوړوالي د عربستان په جده ښار کې جوړ شي.
راپور: د اسوشیتدپرس اژانس
ژباړه: عارف عثمانزوی