د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي


عکس له (ارشیف) نه
عکس له (ارشیف) نه

د غور سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې اوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون ناوخته د دغه ولایت د دولتیار ولسوالۍ په «سُمک» سیمه کې پر یادو ماشومانو د لوبو پرمهال رامنځته شوې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطبیي نن یکشنبه د «چنګاښ پر۱۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې له پنځو څخه تر پنځلس کلنو پوري عمرونه یې لرل.

ښاغلي خطیبي زیاته کړه چې د پېښې یو پاتې ټپي ماشوم د دولتیار ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

هغه وویل:"دغه ماین ډېر تازه د طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای شوی و چې دغه ماشومان یې قرباني شول".

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې بېلابېلو بنسټونو د سړک غاړې ماین چاودنو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG