د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ټرافیکي پېښې له امله ۹ تنه مړه شوي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د یوه بار وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه نن شنبه ماسپيښن مهال د «غوايي پر ۲۸مه» د یادې ولسوالۍ په «ګردنه نخود سیاه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي او ټپیان ټول په دغه موټر کې سپاره د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د والي ویاند وویل، چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی، د ټرافیکي اشارو نشتوالی او د ټرافیکي اصولو نه مراعت بلل کېږي.

په افغانستان کې تر جګړو او سړک غاړې ماینونو وروسته ټرافیکې پېښې افغانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتې بل ستر عامل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG