د لاس رسي وړ اتصالات

نایجیریا د ایبولا له ویروس څخه پاکه شوه


د روغتیا نړیوال سازمان مشر روي گاما وز په پلاز مینه ابوجا کې خبریالانو ته وویل "دا د بریا په زړه پورې کیسه ده".

نایجیریا کې د ایبولا شل پیښې رامنځ شوې وې چې په نتیجه کې یې اته کسه مړه شول.

تیره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان سینگال هم د ایبولا له ویروس نه پاک اعلان کړی و.

په ورته وخت کې د لایبیریا ولسمشرې ایلن جانسن سرلیف د دې ناروغي د بیا خپریدو د مخنوي دپاره په اوږد مهاله توگه روغتیايي چارو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نن دوشنبې د ٢٠١۴ کال د روغتیا په نړیوالې غونډه کې، کارپوهان د جرمني په پلازمینه برلین کې د 'ایبولا: نړیوالې روغتیا ته د خطر زنگ' په نوم په یوه ځانگړي سمپوزیم کې راټول شوي وو چې د دې ناروغۍ په وړاندې د ازمایښتونو په هکله خبرې وکړي.

د اروپایي اتحادیې هیوادونه د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا په وړاندې مبارزې دپاره د یو میلیاردو ایرو (Euro) په راټولو باندې کار کوي څو د دې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د خبرو اترو یوه غونده پرانیستله چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

د اروپا د اته ویشتو هیوادو مشران به د جمعې تر ورځې پورې په یو شمیر اقداماتو باندې هوکړه وکړي چې د مالي مرستو په گډون به هر ډول مرستې پکې شاملې وي

د بریتانېې د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هوموند وویل "مونږ د روغتیا په ډگر کې یو میلیارد ایرو (Euro) مرستو ته اړتیا لرو. مونږ ډیر کم وخت لرو چې دا ناروغي له منځه یوسو او د دې ویروس د خپریدو مخنوی وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د دوشنبې په ورځ د آسیا ارام سمندر د هیوادنو مشرانو سره په اندونیزیا کې لیدنه وکړه او له هغوي نه یې په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې او د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا د ویروس په وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې هسپانیه وایي یوه روغتیاپالې مرستیاله، چې د ایبولا په ویروس اخته شوې وه اوس یې په بدن کې د دې ویروس نښې نښانې له منځه تللي دي.

نړیوال خیریه سازمانونو او د روغیتایي چارو کارپوهان د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایبولا وژونکی ویروس د نړۍ د کلک غبرگون په وړاندې مخ په ورکیدو دی، خو دوې پر بډایو هیوادونو غږ وکړ چې د افریقا په لویدیځ کې د دې ناروغۍ د خپریدو په په مخنوي کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د ایبولا په ویروس باندې له ٩ زره اخته کسانو نه د مړیو شمیر ۴٥٠٠ ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG