د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګو کې د ایبولا د ناروغۍ لا خپریدل

د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت د روغتیایي برخې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې په دغه هېواد کې د ایبولا د ناروغۍ د تایید شویو پېښو شمېر ۲۰۱۱ ته رسېدلی، چې لدې ډلې ۷۵۴ کسان مړه شوي دي.

د رپوټ له مخې د ایبولا ناروغي د هېواد په پنځو ولایتونو کې خپره شوې ده. د ایتوري ولایت لا هم د دغې ناروغۍ تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.

چارواکي وايي، تر اوسه ۳۶۶ ناروغان روغ شوي دي، خو ۷۵۳ نور کسان لا هم د درملنې او څارنې لپاره په جلا مرکزونو کې ساتل کیږي.

راپور زیاتوي چې په ایتوري ولایت کې د ناروغۍ د خپریدو کچه لا هم چټکه ده او په اوت ـ اوېلې ولایت کې د نويو پېښو ثبتېدل ښيي چې ایبولا نورو سیمو ته هم خپرېږي.

له همدې امله، د ناروغۍ د څارنې، تشخیص او بېړني چمتووالي د پیاوړتیا غوښتنه شوې ده.
د روغتیایي چارواکو په وینا، دا ناروغي لا هم د «پرله‌پسې انتقال» په پړاو کې ده، ځکه د خپرېدو له پیل راهیسې د پېښو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی.

دا وبا، چې د «بونډيبوګیو ایبولا ویروس» له امله رامنځته شوې، د مې میاشتې په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه اعلان شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG