د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې خلګ د حسن مبارک د راپرځولو کلیزه لمانځي


په مصر کې خلګ د حسن مبارک د راپرځولو کلیزه لمانځي
په مصر کې خلګ د حسن مبارک د راپرځولو کلیزه لمانځي

په مصر کي مظاهره چیان نن نوري مظاهرې کوي چي د را پرځول شوي جمهوررئیس حسني مبارک د راپرځولو لومړۍ کالیزه ولمانځي.دا مظاهرې د یو لړ نورو احتجاجونو او مظاهرو نه وروسته کیږي چي په کي د هغه هیواد د نظامي مشرانو نه غوښتل شوي وو چي واک اختیار دي خوشي کړي.

د وسله والو قواو عالي شورا چي د تیري فیبروري په میاشت کي د ښاغلي مبارک د راپرځولو نه وروسته یې قدرت تر لاسه کړی دی، ویلي دي چي هغو گواښونو ته به تسلیم نه شي چي ملکي حکومت ته د واک اختیار د چټک سپارلو په برخه کي ورته کیږي او نه به په دې هکله فشارونه قبول کړي.

په زرگونو مصریانو پرون د جمعې په ورځ په قاهره کي د دفاع د وزارت په خوا مظاهره وکړه.

د مصر نظامي چارواکو وعده کړې ده چي د جون تر میاشتي پوري به د جمهوري ریاست انتخابات وکړي چي ملکي حکومت ته د دیموکراتیک انتقال جریان بشپړ کړي. حاکمو نظامي چارواکو دغه راز پارلماني انتخابات هم وکړل چي په نتیجه کي یې داسي نوې اسامبله منځ ته راغله چي اسلامی گوندونه په کي ستر اکثریت لري.

XS
SM
MD
LG