د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې د داعش بریدونو ۴۳ قبطي مسیحیان ووژل


لا چا د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی
لا چا د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی

د یکشنبې په ورځ په مصر کې په قبطي مسیحیانو دوه بریدونه وشول، وروستی برید یې ځانمرګی و.

په دغو دواړو پېښو کې شاوخوا ۴۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ژوبل دي. د داعش اورپکې ډلې د بریدونو مسولیت اخیستی دی.

په السګاندریه کې د قبطي مسیحیانو د کلیسا مخې ته په ځانمرګي برید کې ۱۶ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

تر دې مخکې د قاهرې په شمال کې د طنطا په ښار کې په یوې کلیسا کې چادونه وشوه، ۲۷ قبطي مسیحیان یې ووژل او شاوخوا ۷۸ نور یې ژوبل کړل.

اسوشیتډپرس وایي دا په مصر کې په مسیحي قبطیانو باندې د خپل ډول تر ټولو وروستي بریدونه دي.

د کاتولیک مسحیانو مشر پاپ فرانیسس دا بریدونه خوشینونکي بللي او غندلي یې دي.

په همدې حال کې د مصر د الازهر د اسلامي مرکز لوی مفتي احمد الطیب هم دا بریدونه غندلي او ویلي چې د بې ګناه انسانانو وژل ترهګري ده.

XS
SM
MD
LG