د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام په ګروپي پړاو کې د یکشنبې په ورځ (د جون ۲۱مه) د مصر لوبډلې د G ګروپ په یوې مهمې لوبې کې نیوزیلنډ ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
دا د نړیوال جام په تاریخ کې د مصر لومړنی بری دی.
د کاناډا په ونکوور کې ددې لوبې له پای ته رسېدو وروسته، د مصر د لوبډلې مینه والو دا بری ونمانځه.
د مصر په سور، سپین او تور رنګه بیرغونو پوښل شوي مینه وال د لوبغالي دباندې راټول شوي وو او تر څو ساعتونو پورې یې په نڅاګانو او ډولونو وهلو د خوښیو ننداره وړاندې کړه.
د مصر د لوبډلې یو مینه وال وویل: «زه ډېر خوشحاله یم ځکه مصر لوبه وګټله. زه د مینه والو، ملاتړ کوونکو او د ټولو مصري او عربي خلکو لپاره ډېر خوشحاله یم. موږ لوبه وګټله او هیله لرو چې درېیمه لوبه هم وګټو، څو وکولای شو د سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړو.»
دې بري مصر ته د G ګروپ له وروستۍ لوبې مخکې ښه موقعیت ورکړی، او مینه وال یې هیله من دي چې لوبډله یې په دې نړیوال جام کې خپل اغېزناک سفر ته دوام ورکړي.
مصر له دې وړاندې، په روان نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له بلجیم سره ۱-۱ مساوي کړې وه، او اوس له څلورو امتیازونو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.
ټاکل شوې چې د مصر لوبډله د ګروپي پړوا په وروستۍ لوبه کې د جمعې په ورځ له ایران سره مخامخ شي.
د ایران لوبې
د ایران لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې تراوسه دوه لوبې کړي او دواړه مساوي پای ته رسېدلي دي.
ایران د یکشنبې په ورځ له بلجیم سره لوبه ۰-۰ مساوي کړه او له هغه وړاندې یې له نیوزیلنډ سره لوبه ۲-۲ مساوي شوې وه.
له بلجیم سره د یکشنبې د ورخې په لوبه کې د ایران ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند د مخالفې لوبډلې د اوو ګولونو مخنیوی وکړ او ددې لوبې په مساوي پای ته رسولو کې یې مهم رول ولوباوه.
که څه هم د لوبې په دوهمه نیمايي کې د بلجیم لوبډله لس کسیزه شوه، خو ایران بیا هم ونه توانېد چې د بلجیم دروازه پرانیزي.
بلجیم د لوبې له پیل څخه د توپ واک په خپل لاس کې درلود، خو څو ځله یې د ایران د کلکې دفاعي کرښې د ماتولو هڅې ناکامې شوې.
سره له دې، د ایران ملي لوبډلې د لوبې په لومړیو دقیقو کې تر ټولو خطرناک د ګول فرصتونه رامنځته کړل. په دې کې یو فري هیټ هم شامل وو چې مهدي طارمي په ګول بدل کړ، خو د ویډیويي ارزونې (VAR) له بیاکتنې وروسته دا ګول د آفسایډ له امله رد شو.
په G ګروپ کې دا وخت ایران او بلجیم دواړه دوه – دوه امتیازونه لري. او نیوزیلنډ له یو امتیاز سره ددې ګروپ په پای کې ځای لري.
فورم \ دبحث خونه