د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې لومړي پارلماني انتخابات وشول


په مصر کې لومړي پارلماني انتخابات وشول
په مصر کې لومړي پارلماني انتخابات وشول

مصریان نن په لومړیو پارلماني انتخاباتو کې رایې اچوي. په مصر کې د فبرورۍ په میاشتې کې د عمومي پاڅون نه وروسته چې د پخوانی جمهورریس حسنی مبارک دیرش کلنه واکمنې یی ختمه کړه ، په لومړی ځل دغه انتخابات کیږي.

رای اچوونکي نن د دوشنبې په ورځ وختي، د رایو د مرکزونو د خلاصیدو نه ډیر د وخته کتار ولاړ وو .

په زرگونو قاضیانو د انتخاباتو د جریان څارنه کوله.

د ولسي جرگې کاندیدانو ته د رای ورکولو مرکزونه د قاهرې اوالکساندریې په لویو ښارونو او همدغه راز لکسور ، پورت سید او په پنځو نورو ولایتونو کې دي. ټاکل شویده چې په دغو ځایونو کې دویم ځلي انتخابات د ډسمبر په پنځمه وشي.

د مصر په ٢٧ ولایتونو کې په دریو جلا دورو کې چې په جنورۍ کې ختمیږی رای گیري کیږي.

د سنا د جرگې د پاره انتخابات د مارچ په اخره کې ختمیږی اوبیا به پارلمان نوی اساسی قانون لیکي.

اخوان المسلمین چې یو اسلامي ګوند دی د ١٩٥٠ د لسیزې راهیسې په رسمي ډول غیر قانوني شویدی، داسي ښکاري چې د ملک په دې انتخاباتو کې چې د قریب ٦٠ کالو راهیسې په کي استبدادی نظام چلیده، قوی رول وگټي.

خو د مصر واکمنو جنرالانو داسي انتخاباتی سیستم جوړکړیدی چې ډیرو سره دا اندیښنه موجوده چې داسي یو پارلمان به انتخاب شي چې اعتماد او باور به ورباندی نه شي کیدی.

د پوځ جنرالانو داڅرگنده کړیده چی نوی پارلمان به دا صلاحیت ونلری چه هغه حکومت لیری کړی چه واکمنی نظآمی شورا جوړ کړی وي.

XS
SM
MD
LG