د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې خلګ د ولسمشرۍ په تاریخي ټولټاکنو کې رایې اچوي


په مصر کې، د ولسمشرۍ په تاریخي ټولټاکنو کې د رایو اچول پیل شوي دي. په دغو ټولټاکنو کې په پراخه کچه اسلام پاله کاندیدان د نورو په وړاندی چې نظریات یې سکیولر او د پخواني ولسمشر حنسی مبارک ددورې څرگندونه کوي، ولاړ دي.

حکومت نن د پنجشبنی ورځ، ددی لپاره د رخصتۍ ورځ اعلان کړیده چې خلګو ته ډیروخت په لاس ورشي چې په رایو اچولو کې برخه واخلي.

دامریکا غږ خبریاله الیزابیت ارات وايي داسي ښکاري چې د قاهرې په سیمه کې دخلګو برخه اخیستنه په رایوو کې کمزوری وي. الیزابیت ارات وايي ،، د خلګو د ویناوو له قراره داسي ښکاري چې نن د خلګو شمیر د پرون په پرتله لږ څه کم وي. درایو اچولو یوې حوزې ته چې پرون موږ تللي وو، هلته ولاړ کتارونه ترډیرلیرې پوري رسېدلي وو. نن یوازي یو څوکسان هلته راغلي وو. داسي ښکاري چې ډیر زیات کسان به پرون درایو حوزو ته تللي وي. نن به خلک لږ کم وي.،،

د ټولټاکنو څارونکو پرون وویل چې په حوزو کې حالات ارام وو، په داسي حال کې چې په ملیونو مصریان رایوو اچولو ته تللي وو. توقع ده چې دا ټولټاکنې به د دې هېواد لومړنی ملکي حکومت له 60 کلونو نه ورو سته منځته راولي. په مصر کې په تیرو 60 کلونو کې د پوځ له خوانه د حسنی مبارک د رژیم ملاتړ کېدی.

XS
SM
MD
LG