د لاس رسي وړ اتصالات

د حسنی مبارک آزادۍ ته متفاوت غبرګونونه


Presiden Mesir Husni Mubarak
Presiden Mesir Husni Mubarak
د مصر موقت حکومت چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي د مصر پخوانی ولسمشر حسنی مبارک یې د زندان څخه آزاد کړی او په خپل کور کې یې نظر بند کړی دی. نوموړی د قتل او اداري فساد په تورونو د خپلې محاکمې انتظار باسي.

یوې هیلیکوبترې د پنجشنبې په ورځ د قاهرې د تورا د زندان څخه ښاغلی مبارک و یوه نظامي روغتون ته انتقال کړ. په خپله ۸۵ کلن حسنی مبارک د انتقال پر وخت نه دی لیدل شوی.

د هغه پلویانو د زندان دباندي خوشحالۍ کولې .

یو د هغو د جملې څخه احمد سعید و. هغه وايي چې د مبارک په قدر اوس پوه شوي دي. ،، البته چې د پخواني ولسمشر مبارک آزادېدل زما او د ټولو مصریانو له پاره د خوشحالۍ خبره ده ځکه مونږ بالاخره د هغه په قدر پوه شوو.،،

په عین وخت کې د هغه مخالفینو بیا د پنجشنبې په ماښام مظاهره وکړه او د هغه پر آزادیدو باندې یې احتجاج وکړ. مظاهره کونکو جعلي وینې پاشلې او ځینو یې د مړینې پېښې کولې چې د هغه د وخت د مظاهره کونکو وژل کېدو ته اشاره وکړي.

د هغه د مخالفینو د جملې څخه چې مظاهره یې کوله یو یې ابراهیم تمیم نومیدی. ابراهیم تمیم وايي چې د اخوان المسلمین د رژيم ناکامي حسنی مبارک نه ښه کوي.،،نن مونږ دلته راټول شوي یوو چې د هغو شهیدانو یادونه وکړو چې د مبارک د استبداد په وخت کې یې ځانونه له لاسه ورکړل. مونږ غواړو چې خلګو ته دا وروښیوو چې د اخوان المسلمین د رژیم ناکامي د مبارک رژیم ته ښه والی نه وربخښي.،،

د یادونې وړ ده چې د مبارک مخالفین د یوې سترې مظاهرې دپاره چمتوالی نیسي.

مبارک ته اوس هم د ۲۰۱۱ کال د پاڅون د پیل د وخت د مظاهره کونکو د وژلو تورونه ګوري. پر هغه تور دی چې په هغه وخت کې یې د مظاهره کونکو د وژل کېدو مخنیوی ونکړ. که دا تورونه پرې ثابت شي نو هغه به بیرته بنديخانې ته انتقال سي.
XS
SM
MD
LG