د لاس رسي وړ اتصالات

مورسي: د مصر په نوي حکومت کې به ټول برخه لري


د مصر نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد مورسي د خپل نوي حکومت تشکیل پیل کړی دی او ژمنه یې کړې چې په حکومت به ټولو ته برخه ورکړي. د پرون ورځې د اعلان وروسته چې په لړ کې یې هغه د پخواني صدراعظم احمد شفیق په مقابل کې بریالی اعلان شو، محمد مورسي اوس خپل د ملکي ادارې پر جورښت باندي تمرکز کوي چې په کښي د هغه مرستیالان هم شامل دي.

دغه اسلام پاله نوی ولسمشر د یو لړ سختو مسایلو سره مخامخ دی چې په کښي په ملي سطح د خلګو په څو برخو ویشل کېدل شامل دي او ټولو مصریانو ته تعهد شامل دی چې که اقلیت وي یا مذهبي ډلې د دوي ګټې او حقوق به په مساوي توګه وژغورل شي.

هغه د مخه لا د ایخوان المسلمین او آزادی او عدالت د ګوندونو څخه استعفا کړې ده ترڅو نور ګوندونو ته خپل ښه نیت وښي او ورسره په ګډه حکومت جوړ کړي.

خو یو پوښتنه چې مطرح کېږي دا ده چې اوس به د مصر د انقلاب نه وروسته ولسمشر څومره واک ولري. سره له دې چې د مصر نظامي شورا ژمنه کړې ده چې واک به د میاشتې په پای کې ولسمشر ته وسپاري خو په دې ورستیو کې یې یو لړ اقدامات کړي دي چې په لړ کې یې د ولسمشر ځيني صلاحیتونه محدود کړي دي.

دغې شورا ځیني اجرايوي صلاحیتونه خپل کړي دي او د پارلمان د ولسي جرګې د منحلولو وروسته یې چې ایخوان المسلمین په کښي اکثریت درلودی، د مقننه قوې اختیار په لاس کې اخیستی دی.

ایخوان المسلمین د پوځ دغه اقدامات رد کړي دي او وايي چې د ښاغلي مورسي پلویان به د مصر د قاهرې په څلور لاره کې تر هغه پوري پاته شي چې یادشوې شورا بیرته ولسمشر ته خپل صلاحیتونه نه وي ورکړي .

XS
SM
MD
LG