د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې بیا مظاهرې پیل شوي


په مصر کې بیا مظاهرې پیل شوي
په مصر کې بیا مظاهرې پیل شوي

د قاهرې د تحریر په چوک کې د شنبې په ورځ د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په داسې حال کې اخو ډب رامنځ ته شو چې اعتراض کوونکو د مصر د اردو د مشر گوښه کیدل غوښتل. اردو وایي پر مظاهره کوونکو باندې د تیرې شپې د هغه برید په اړه یې پلټنې کړي چې لږ تر لږه یو تن پکې وژل شوی او اویا تنه نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې په زرگونو مظاهره کوونکو د قاهرې د تحریر په چوک کې مرچلې جوړې کړې وې د عسکرو ترانسپورتي وسایلو ته یې اور واچوه ، په اغزي لرونکو سیمونو سره یې موانع ایجاد کړې او د مصر د نظامي شورا منحلول یې غوښتل.

د رپوټونو له مخې تیره ورځ کله چې په سلگونو تنه عسکر او روزل شوي پراشوتي قواوی د تحریر چوک ته انتقال شوې په هوایي ډزو یې پیل وکړ او اعتراض کوونکي یې په ډنډو وهل.

د مصر د وسله والو ځواکونو د عاًي شورا غړی جنرال عادل عمرا وایي:

(.. د شنبې د سهار په درې بجو د مصر د اردو عسکرو د ظماهره کوونکو په خورولو او د شپې د بندیز په پلي کولو پیل کړی و او هغه کسان یې نیول چې دغه بندیز یې ماتوه او هغوی چې د اردو یونیفورم یې اغوستی و. دغو عسکرو چې د تحریر له چوک څخه یې مظاهره کوونکي شړل ډکې مرمی نه درلودې.)

عیني شاهدان وایي په پیښه کې دوه تنه ووژل شول خو د روغتیا وزارت وایي چې یواځې یو تن وژل شوی دی.

د څو اونیو راهیسې د اعتصابونو مشران د اردو د عالي شورا په کړو باندې په دې خاطر انتقاد کوي چې د پخواني جمهور رئیس په محاکمه کولو کې پاتې راغلي. د بشري حقونو مدافع محمد ال انصاري وایي عسکرو یو څلویښت ځوان اعتراض کوونکي نیولي دي چې د نظامي احکامو څخه د تیري په تور په نظامي محکمو کې محاکمه کیدونکي دي. خو د مصر د اردو د مورال د چارو رئیس جنرال اسماعیل عثمان وایي یواځې دوه ویشت تنه نیول شوي دي.

(.. یو شمیر یې نظامي یونیفورم اغوستی و، یو شمیر محصلین وو او یو شمیر نور یې کارگران وو. درې تنه بهرنیان هم نیول شوي دي. پلټنې روانې دي او بیگناه کسان به خوشې شي.)

له بلې خوا دموکراسي پلوه مشر محمد البرادي چې پلویان یې د حسني مبارک ضد مظاهرو کې گډون درلود په یو پیغام کې چې په ټویتر کې خپور شوی وایي، د ستونزو د حل لپاره خبرې یواځنۍ لار ده.

خو د ځوانو فعالینو د ائیتلاف یو غړی خالد عبدلحمید د اردو له خوا پر مظاهره کوونکو باندې فشار واردول غندي. یو مظاهره کوونکی وایي:

(.. مونږ د پاڅون د شهیدانو په خاطر سمدستي د جمهور رئیس حسني مبارک محاکمه غواړو. )

په مصر کې بیا مظاهرې پیل شوي
په مصر کې بیا مظاهرې پیل شوي

د مصر وروستۍ مظاهرې پر اردو باندې د مصریانو د بې صبرۍ او بې اعتمادۍ مخ پر زیاتیدونکې ولولې څرگندوي. یو شمیر مظاهره کوونکي د اردو مشرتابه د مبارک په حمایه کولو ملامتوي او وایي چې د هیواد د انتقالي پړاو په اړه د اردو نیت ناڅرگند دی.

XS
SM
MD
LG