د مصرد حکومت مخالفې ډلې وایي د حکومت سره په یوې بی سابقی غونډې کې د دوی اصلي غوښتنه ترسره نه شوه
مخالفې ډلې دا غوښتنه لري چې د جمهور رئیس حسنی مبارک دیرش کلنه واکمني دې سمدستي ختمه شي.
د مصر اخوان المسلمین ګوند ،اونورې مخالفې ډلې وایي کوم امتیازات چې د جمهور رئیس مرستیال عمر سلیمان پرون دوی ته په غونډې کې وړاندې کړل قانع کوونکی نه وو، خو، دا د دی خبرو لومړی ګام و.
دا څرګنده نه شوه، چه حکومت او د مخالفینو نمایندګان بیا کله سره ګوری.
د مصرحکومت وایي ښاغلی سلیمان موافق دی چې د سیاسي او قضایي شخصیتونو یوه کمیټه جوړه کړي چې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستل وڅیړی چې پدې سره به ډیر کاندیدان د جمهوري ریاست دپاره د کاندیدو اجازه ولری. د مصر حکومت وایي دا کمیټه به د مارچ تر اولې هفتې پورې خپله څیړنه بشپړه کړي.
حکومت په مصرکی د احتجاجونوله کبله چه تیره میاشت د ښاغلی مبارک د واکمنۍ د ختمیدو لپاره پیل شویدی ، موافقه کړیده چې خبری اتری کوی. نن په څوارلسمه ورځ هم په زرګونه مظاهره چیان د حکومت ضد مظاهره چیان د قاهرې د تحریر په څلور لارې کې سره راټول شوي وو او د ښاغلي مبارک د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله.
مظاهره کوونکو همدارنګه د پوځ او حکومت هغه غوښتنې رد کړې چې د مظاهرو د پای ته رسیدو غوښتنه یې کوله.
ښاغلي مبارک د مظاهره کوونکو په ځواب کې ویلي دي چې د جمهوري ریاست د شپږمې دورې لپاره به ځان کاندید نه کاندي. ویل کیږي چې په مصر کې به د همدې کال د سپټمبر په میاشت کې د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره انتخابات وشي.
د مصر حکومت دا هم ویلي دي چې د ښاغلي حسنې مبارک ځوی، ګمال مبارک به هم ځان د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره ځان کاندید نکړي.