د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر ولسمشر لوړه کوي


د مصر ولسمشر محمد مورسی به سبا د شنبې په ورځ ددغه هیواد د اساسي قانون په محکمې کې د لوړې مراسم اجرا کړي چې داسي ښکاري د قدرت د سپارښت په برخه کې د هیواد د نظامي شورا د غوښتنو سره موافق دی.

د مصر رسمي خبري آژانس مینا پرون د پنجشنبې په ورځ ریپوټ خپور کړ چې ښاغلی مورسي به سباح د شنبې په ورځ د غرمې مخکي په سیمه ایز وخت یوولس بجو باندي د اساسي قانون په محکمې کې د لوړې مراسم اجرا کړي.

که څه هم ښاغلي مورسي ویلي وو چې ددغه هیواد په پارلمان کې به خپل د ولسمشرۍ د دندې د پیل لوړه کوي خو ددغه هېواد حاکمې نظامي شورا وویل چې محمد مورسي به د اساسي قانون په محکمې کې یادشوي مراسم اجرا کړي ځکه یادشوې شورا د پارلمان ولسي جرګه منحل کړ چې ایخوان المسلمین په کښي اکثریت درلودی.

ځیني ناظرین په دې آند دي چې دغه عدم موافقه به د ایخوان المسلمین او پوځ ترمنځ د یوې اوږدې لانجې لومړۍ مرحله وي.

محمد مورسي د ایخوان المسلمین د ګوند څخه د خپل هیواد د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ودریدی خو د ټولټاکنو د ګټلو سره یې د ګوند نه د تیرې یکشنبې په ورځ استعفا وکړه. ایخوان المسلمین د پوځ اقدامات رد کړي.

د مینا خبري آژانس دغه راز ریپوټ ورکړی دی چې ښاغلی مورسي به نن د جمعې په ورځ د قاهرې په څلور لاره کې وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG