د لاس رسي وړ اتصالات

اخوان المسلمین: اوسنی سیاسي بهیر نه منو


د مصر اخوان المسلمین ګوند د جمعې په ورځ د پراخو مظاهرو د کولو غوښته کړې ده چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي د راپرځولو د اقدام پر ضد احتجاج وکړي.

اخوان المسلمین ګوند د اسلامي ګوندونو د اتحاد یوه برخه ده چې د جمعې د لمانځه وروسته یې د لاریونونو د کولو غږ کړی دی.


تراوسه پوري فضا داسي ده چې زیات شمیر خلګ پر سړکونو باندي د ښاغلي مرسي د ایسته کېدو خوشحالۍ کوي. هغه وروسته له هغه نه د پوځ له خواه لیري کړل شو چې پر ضد یې زیاتې مظاهرې وشوې.

د هغه پرځای د پنجشنبې په ورځ د سترې محکمې قاضي القضات عدلي منصور د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو. اخوان المسلمین د هغه ګمارل په چټکه رد کړل.


د اخوان المسلمین ګوند د نړیوالو اړیکو د کمېټې غړی اسلام عبدالرحمن امریکا غږ ته وویل چې د هغه ګوند به د پوځ په مشری په سیاسي بهیر کې ګډون ونکړي.


خو هغه وايي چې د هغه ګوند د پوځ د اقدام پر ضد د سوله ایزو مظاهرو غوښتنه کوي. ،،مونږ په سوله ایزو مظاهرو باور لرو چې د دغې پوځي کودتاه پرضد خپل احتجاج څرګند کړو. مونږ د وسلو په پورته کولو باور نلرو هغه څه چې روانه اونۍ وسول. مونږ اوس هم په دې باور یوو چې دغه هیواد د سیاسي لارو په مرسته اداره کیدی شي.،،


نوموړي دغه راز د سیمه ایزو هیوادونو سره چې پوځي کودتاه ګانې په کښي شوي دي، د ځینو له خوا د مصر د حالت د مقایسه کولو سره هم مخالفت څرګند کړ . ،،مصر پاکستان نه دی نه مصر الجزایر دی. مصر مصر دی او مونږ ډاډمن او ژمن یوو چې نړۍ ته یو داسي مثال وړاندي کړو چې د پوځي کودتاه پر ضد د سولې له لارې مبارزه کیدلای شي.،،

د جمعې د ورځې مظاهرو ته ټول په دې سترګه ګوري چې آیا ایخوان المسلمین اوس هم د پخوان په شان د خلګو ملاتړ د ځان سره لري—هغه ملاتړ چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د مبارک د راپرځیدو وروسته دغه ګوند د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې د بریالیتوب غونډۍ ته پورته کړ.
XS
SM
MD
LG