د لاس رسي وړ اتصالات

د اخوان المسلمین پرضد د اقدام په هکله د کېري دریځ


د امریکا د باندنیو چارو وزیر په مصر کې د اخوان المسلمین د غړو پرضد د حکومت د اقداماتو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

مصري پولیسو د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې حکومت د اخوان المسلمین ډله یوه تروریستي ډله وبلله، په لسګونو تنه کسان ونیول او پر هغو کسانو باندي چې ددې ګوند ملاتړ کوي نوي بندیزونه اعلان کړل.

د پوځ په ملاتړ موقت حکومت پر اخوان المسلمین باندي د تشدد د ورستیو پېښو پړه وراچولې ده چې په کښي د نایل دلتا په ښارګوټي کي د پنجشنبې د ورځې موټر بم هم شامل دی چې په لړ کې یې ۱۵ کسه ووژل شول.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري دغه برید او په قاهرې کې د پنجشنبې د ورځې برید وغندی چې په لړ کې یې څو کسه ټپیان شول. خو ښاغلي کېري د خپل مصري سیال نبیل فهمي سره په ټلفوني خبرو کې د ترهګر په توګه د اخوان المسلمین د یادولو او په دې بهانه د خلګو د نیولو په خاطر اندېښنې څرګندي کړې.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي کېري په خپلو خبرو کې په مصر کې د یوې داسې سیاسي پروسې د رامنځ ته کېدو پر ضرورت باندې ټینګار وکړ چې ټول په کښي ګډون ولري. ښاغلي کېري د بشر پر اساسي حقوقو باندي هم ټینګار وکړ چې ټول مصریان یې باید ولري ترڅو سیاسي ثبات او ولسواکه بدلون رامنځ ته شي.
XS
SM
MD
LG