د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان ترڅنګ ګڼو اسلامي هېوادونو کې کوچنی اختر دی


نن سې شنبه د «جون څلورمه» د افغانستان ترڅنګ د نړۍ په تقریباً ټولو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان پرون دوشنبه د میاشتې تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې نن سې شنبه اختر دی.

په دغه ورځ د نړۍ مسلمانان د اختر تر لمانځه وروسته یو او بل ته مبارکي ورکوي او یادې درې ورځې په خوښۍ او خوشالۍ سره لمانځي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې.

ولسمشر ټرمپ په یو اختریز بیان کې ویلي دي" زه او میلانيا تاسو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وایم"

ولسمشر ټرمپ اختر یوه "سپڅلې ورځ" بللې ده او ویلي دي چې دا ورځ په متحدو ایالتونو او ټولنې نړۍ کې مسلمانانو ته دا فرصت برابروي چې له اړمنو سره د مرستو او همکاریو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړي.

د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم د کوچني اختر رارسېدو ته پوره چمتووالی نیول شوی او خلک دغه درې ورځې په مبارکیو او خوشالیو سره لمانځي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل، چې د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې د کلکو امنیتي تدابیر په هدف په ټولو لویو ښارانو کې پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو لومړنۍ درجه احضارات نیولي دي.

هغه وویل:"د احتمالي تروریستي حملو د مخنیوي په هدف د پولیسو ټولې قطعې د چمتووالي په حالت کې دي، د احتمالي واقعې پېښېدو د مخنیوي لپاره به ډېر ژر ځان تر ګواښ لاندې سیمې ته ورسوي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د کوچني اختر د ډاډمن امنیت په خاطر له ټولو ښاریانو څخه له پولیسو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG