د لاس رسي وړ اتصالات

د اختر نه مخکې د مالونو د بیو پر لوړیدو اندېښنې

هغه عراقیان چې د اختر د قربانۍ لپاره د څارویو د اخیستلو هڅه کوي وایي، د پسونو د بیو لوړېدو د ډېرو کورنیو لپاره د قربانۍ کول ستونزمن کړي دي.

د بغداد په یوه بازار کې پېرودونکي د مناسبو بیو مالونه لټوي، خو پلورونکي وایي چې د پسونو د روزنې لګښتونه هم په چټکۍ سره لوړ شوي دي.

ځینو ویل هغه پسونه چې مخکې په ۲۰۰ زره عراقي دینارو اخیستل کېده، اوس شاوخوا ۶۰۰ زره یا ۵۰۰ زره دیناره قیمت لري. د عراق د کرنې د سکتور چارواکو ویلي چې د پسونو روزونکي د څارویو د خوراک د برابرولو له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دي، که څه هم د طبیعي څرځایونو وضعیت ښه شوی دی.

سوداګر وایي چې ډېر بارونه اوس د ترکیې او اردن له لارې انتقالېږي، چې دا د ترانسپورټ لګښتونه زیاتوي او ځنډ رامنځته کوي.

له همدې امله پر پېرودونکو بیې لوړې شوي او د عراق د مالدارۍ پر سکتور نور فشار هم زیات شوی، هغه سکتور چې لا دمخه د کورنیو تولیداتو د کمښت او د حکومت د محدود ملاتړ له ستونزو سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG