د لاس رسي وړ اتصالات

د بریښنايي تذکرو د ویش۸۰۰ کارکوونکي بې روزګاره کیږي


د بریښنایي تذکرو د ویش د بهیر د پیل نیټه لا نه ده ټاکل شوی
د بریښنایي تذکرو د ویش د بهیر د پیل نیټه لا نه ده ټاکل شوی

د بریښنایي تذکرو د ادارې یو شمیر کارکوونکي وایي ددې ادارې د څه دپاسه اته سوه کارکوونکو کاري قرادادونه د همدې تر پایه پای ته رسیږي چې ددې ادارې د مقاماتو په وینا د دې کارکوونکو د قرادادونو د غزولو په اړه ډاډمن نه دي.

شاو خوا درې میاشتې دمخه افغان مقاماتو ویلي وو چې د بریښنايي تذکرو په اداره کې ۷۱ فیصده ګمارنې په ناقانونه توګه شوي دي.

خو ددې ادارې رئیس همایون محتاط، وایي چې د کارکوونکو د گمارنې د څرنگوالي په اړه "حساب" ورکولو ته حاضر دی.

د بریښنایي تذکرو د ادارې یو شمیر کارکوونکي وایي د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي مخافتنونو په وجه د تذکرو د ویش بهیر نه دی پیل شوی.

د بریښنایي تذکرو د ادارې یو کارکوونکی اسدالله عزیزي د امریکا غږ ته وویل چې په حکومت کې د همدې سیاسي اختلافونو په وجه هغه او په سلگونو نور قرادادیان خپلې دندې له لاسه ورکوي.

په الکترونکي یا بریښنایي تذکرو کې د ملیت، قوم او د "افغان" د کلیمې نه شتون د یو شمیر سیاسي کړیو او د حکومتي مقاماتو د اختلاف وړ مسایل گڼل کیږي چې ددې تذکرو د ویش لړۍ یې ځنډولې ده.

د بریښنايي تذکرو د ویش د ادارې مشر همایون محتاط وايي چې په تذکرو کې د ملیت نه لیکلو ستونزه لا هم په خپل ځای پاتې ده " دا پروسه لا پیل شوې نه ده موږ یو شمیر بهرنۍ مرستې له لاسه ورکړې چې په خواشینۍ سره موږ نه شو کولای د خپلو کارکوونکو قراردادونه یو بل کال ته وغځوو."

هغه زیاته کړه چې مرسته کوونکي هیوادونو او سازمانونو هم ددې ادارې سره خپلې مالي مرستې درولي دي.

تمه کیږي چې سږکال به بریښنایي تذکرې د افغانستان وگړو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG