د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په نویو تذکرو کې به د وگړو قومیت هم ذکر شي


په بریښنايي تذکرو کې د افغان کلیمې سربیره د وګړو قومیت او نور مشخصات هم لیکل کیږي
په بریښنايي تذکرو کې د افغان کلیمې سربیره د وګړو قومیت او نور مشخصات هم لیکل کیږي

د افغانستان د نفوسو د احول د ثبتولو په قانون کې د تعدیلاتو پر بنسټ د افغان کلیمې سربیره د وګړو قومیت او نور مشخصات هم په بریښنايي تذکرو کې لیکل کیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د بریښنايي تذکرو د ویشلو د بهیر پر وړاندې ټول پراته خنډونه له مخې پورته شوي او ژر به د دغو تذکرو د ویش لړۍ پیل شي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې نن سهار د افغان ولسمشر په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت قانون باندې بحث شوی او د دغه قانون د شپږمې مادې له تعدیل وروسته ولسمشر غني هغه توشیح کړی دی.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون شپږمه ماده په بریښنايي تذکرو کې د افرادو د مشخصاتو د ثبت په اړه ده.

د ارګ په بیان کې راغلي "په تعدیل شوې ماده کې، چې نن د ولسمشر له خوا توشیح شوه، په بریښنايي تذکرو کې به د وګړو د فردي مشخصاتو سربیره، د افغان کلمه د ملیت په توګه او د وګړو قومیت هم ذکر شي."

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د دیم مرستیال مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت امریکا غږ ته وویل، ټولې هغه حقوقي او سیاسي ستونزې چې د بریښنايي تذکرو د ویشلو بهیر په مخ کې خنډ شوې وې، نن د ولسمشر له خوا د تقنیني فرمان پر توشیح کیدو له مخې پورته شوي دي.

هغه په دغه تقنیني فرمان کې د شپږمې مادې تعدیل ته په اشارې وویل "هم‌مهاله ولسمشر د یو تقنیني فرمان په ترڅ کې د هغه د توشیح فرمان صادر کړ، چې له خیره له دې وروسته، د بریښنايي تذکرو د ویشلو حقوقي او سیاسي ستونزه حل شوې ده او پرته له ځنډه د ویش لړۍ پیل کیږي."

هغه ټینګار وکړ، که په دې برخه کې کومه تخنیکي ستونزه نه وي، د بریښنايي تذکرو د ویشلو په مخ کې بل خنډ پاتې نه دی.

د برښنايي تذکرو د ویشلو چارې وروسته له هغې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې چې په دې تذکرو کې د دین، ملیت او قوم د نومونو په ذکر کولو او نه ذکر کولو ناندرۍ راپورته شوې.

XS
SM
MD
LG