د لاس رسي وړ اتصالات

ډموکراټې سناتورې د جمهوري ریاست د کاندیداتورۍ اعلان وکړ


الیزابت وارین لومړنۍ سیاستواله ده چې د ټاکنو لپاره رسمي منډې ترړې پېلوي
الیزابت وارین لومړنۍ سیاستواله ده چې د ټاکنو لپاره رسمي منډې ترړې پېلوي

ډموکراټه سناتوره الیزابت وارین د دوشنبې په ورځ (ډسمبر ٣١) د مسچوستس ایالت په کامبرج کې د خپل کور له مخې خبریالانو ته سره خبرې وکړې او وې ویل چې غواړي امریکا به یوازې د بډایانو لپاره نه بلکې د ټولو اتباعو لپاره د فرصتونو هیواد کړي.

د مسچوستس دغه دموکراته سناتوره لومړنۍ کس ده چې د امریکا راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې یې د سیالۍ لپاره رسمي اقدام کړی.

اغلې وارین وویل چې هغه به د خلکو په زور یو ستر کمپاین پر مخ بوځي او د لویو مرسته کوونکو شرکتونو څخه مرسته ونه غواړي.

خو حتی هغه خلک چې د میرمن وارین د مرام سره همنظره دي په دې ډاډه ندي چې هغه به د ډیرو خلکو رایه ترلاسه کړي.

د بومي امریکایي د اجدادو څخه د هغې د زیږیدو ادعا چې د هغې او د ولسمشر ترمپ ترمنځ د لفظي شخړې سبب شو، هم د میرمن وارین د محبوبیت په زیاتیدو کې نه یوازې چې مرسته ونکړه بلکې کیسه یې نوره هم خرابه کړه.

میرمن وارین د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکایان به بلاخره خپل رایه هغه چاته ورکړي چې د دوي لپاره کار کوي.

دموکراته سناتوره وایي هغه سوسیالسته نه، یوه کپتالسته ده خو د خلکو د حق د غلا خلاف ده.

که چیرې میرمن وارین د خپل گوند نوماندي وگټي نو هغه کیدای د ترمپ په وړاندې سیالي وکړي. په ولسمشریزو سیالیو کې د برحاله ولسمشر سیالي اسان کار نه وي، خو ټرمپ کیدای شي ډېر بې لحاظه وي.

XS
SM
MD
LG