د لاس رسي وړ اتصالات

مسک د ټویټر کنترول ترلاسه کړ او د هغه اجرایي مدیران یې ګوښه کړل 


د نړۍ تر ټولو بډایه شخص الن مسک تېره شپه د ټویټر کنټرول ترلاسه کړ او ددې ټولنیزې رسنۍ لوړپوړي اجرایي مدیران یې له دندو ګوښه کړل.

واشنګټن پوسټ او سي ان ان د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې مسک په دغه تصمیم کې د ټویټر اجرائیه رئیس، د مالي چارو رئیس او د مصوونیت رئیس له دندو ګوښه کړل.

د ټویټر اجرائیوي رئیس پاراګ اګروال، مخکې له دې چې الن مسک غوښتل د ټویټر له اخیستلو لاس پر سر شي، پر هغه په محکمه کې دعوی کړې وه.

د مسک له خوا د ټویټر د کنټرول په اړه رپوټونه څو ساعته وروسته له هغه خپاره شول چې یوې محکمې هغه ته د معاملې نهایی کولو او ټویټر پیرودلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

مسک د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۷ (لړم پنځمه) په یو ټویټ کې لیکلي وو چې هغه ټویټر اخلي ځکه چې دا د تمدن د راتلونکې لپاره مهم دی.

ټویټر تر اوسه د دې ټولنیزو رسنیو د چارواکو د ګوښه کولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د ټویټر یو بنسټ ایښودونکي، بیز سٹون، د "ګوښه شويو" مقاماتو څخه په ټویټر کې د هغوی د ونډې له امله مننه کړې.

د ټویټر یو کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل ځینېو کارکوونکو چې د الن مسک سره یې کار نه کول غوره کړي لا دمخه یې خپلې دندې پریښې دي.

مسک مخکې موافقه کړې وه چې ټولنیزه شبکه ټویټر په ۴۴ ملیارد ډالرو واخلي او ژمنه یې کړې وه چې ددې ټولنیزې رسنۍ له لارې لا هم د بیان د آزادۍ ملاتړ وکړي.

مسک، چې د تسلا موټر جوړولو شرکت او سپیس ایکس SpaceX شرکت اجرائیوي رئیس هم دی، ویلي چې ددې لپاره چې ټویټر د بیان د آزادۍ وړتیا احساس کړي، دا شرکت باید خصوصي شي.

د ټولنیزو رسنیو دا خورا ستر شرکت چې یو سهامي شرکت و اوس د یو شخص (الن مسک) پورې مربوط خصوصي شرکت شو.

پدې ترڅ کې د اروپایی اتحادیې یو مقام چې د انټرنیټ مقرراتو نظارت کوي د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۶) د ټویټر نوي مشر الن مسک ته خبرداری ورکړ چې د ټولنیزو رسنیو لوی شرکت باید په اروپا کې ددې اتحادیې د قواعدو سره سم کار وکړي.

د اروپایی اتحادیې د داخلي بازار کمیشنر تیرري بریټن د مسک د لیکنې په ځواب کې چې ویلي دي "مرغۍ [د ټویټر علامه] خوشې شوې"، په ټویټر لیکلي دي چې: "په اروپا کې، مرغۍ [د ټویټر علامه] به زموږ (اروپایي ټولنې) مقرراتو سره سم الوځي."

XS
SM
MD
LG