انګلنډ د شنبې په ورځ (جولای ۱۸مه) د بوکایو ساکا د هټریک په مټ فرانسې ته د څلورو په مقابل کې په شپږو ګولونو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام کې یې دریم مقام وګاټه.
د فلوریډا په میامي کې په دې لوبه کې، د انګلنډ ډیکلان رایس چې د هري کېن په نشتوالي کې لوبډلمشر و، د لوبې په دریمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لومړنی ګول وواهه.
انګلنډ په داسې حال له پیل څخه یرغلیزه لوبه پیل کړه چې مخکښ لوبغاړی جوډ بلینګهم هم تراوسه میدان ته نه وو راغلی.
ایزري کونسا د لومړۍ نیمايي په ۱۸مه دقیقه کې د کونج شوټ په سر راوګرځاوه او د انګلنډ لپاره یې دوهم ګول ثبت کړ.
په ۳۷مه دقیقه کې بوکایو ساکا د فرانسې له کمزورې دفاع څخه په استفادې د خپلې لوبډلې دریم ګول وواهه.
ساکا چې د ارجنټاین په خلاف په نیمه پایلوبه کې نه و لوبول شوی، د لومړۍ نیمايي په اضافي وخت کې د انګلنډ څلورم ګول هم وواهه او په دوهمه نیمايي کې یې له پینالټۍ څخه په ګټه اخیستنې هیټرک وکړ.
لومړی نیمايي په داسې حال کې پای ته ورسېده چې انګلنډ د صفر په مقابل کې له څلورو ګولونو سره وړاندې و.
خو د دوهمې نیمايي له پیل سره، فرانسې خپل مخکښ لوبغاړی عثمان ډمبلې میدان ته راوست، او یرغلیزه لوبه یې پیل کړه.
فرانسوي کپتان کیلیان امباپې د لوبې په ۴۸مه او ۶۵مه دقیقه کې ګولونه ووهل. هغه له دې سره، په روان نړیوال جام کې د خپلو ګولونو شمیر ۱۰ ته ورساوه او له ارجنټایني کپتان لیونل میسي څخه چې ۸ ګولونه لري، وړاندې شو.
امباپې ته په لومړۍ نیمايي کې هم فرصتونه برابر شول خو د انګلنډ کلکې دفاع ګول کولو ته پرې نښود.
په دوهمه نیمايي کې ډمبلې او براډلي بارکولا د فرانسې لپاره یو یو ګول وواهه. ډمبلي د لوبې د پای په شیبو کې له یو ګول سره په روان جام کې د خپلو ګولونو شمیر ۶ ته ورساوه.
ددې لوبې په ۷۹مه دقیقه کې بلینګهم میدان. د لوبې په وروستیو شیبو کې د بلینګهم یو ګول د انګلنډ بری یې یقیني کړ.
دا د انګلنډ لپاره په ۱۹۶۶ کال کې په کور دننه د نړیوال جام د ګټلو راهیسې ترټولو بریالی نړیوال جام دی.
د ارجنټاین لوبډله چې په ۲۰۲۲ کال کې په قطر کې د نړیوال جام له ګټلې اتلولۍ څخه دفاع کوي، سبا یکشنبې د نیویارک - نیوجرسي پهد لوبغالي کې په پایلوبه کې له هسپانیې سره مخامخ کیږي.
فورم \ دبحث خونه