د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د تخلیې په بهیر کې امریکا ته د ترهګرو د انتقال احتمال شته

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د سرمفتش دفتر وايي، چې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د یو شمېر دوسیو په ارزونه کې چې د متحدینو د هرکلي عملیاتو په چوکاټ کې امریکا ته انتقال شوي وو، تېروتنې او نیمګړتیاوې موندل شوې دي.

د دې ادارې په راپور کې چې د (سپټمبر په ۲۳مه) خپور شوی، د پناه غوښتنې له وروستۍ پرېکړه شویو دوسیو څخه ۶۷۸ دوسیې ارزولي او معلومه شوې چې په ۲۶۹ دوسیو، یا د ارزول شوې نمونې په شاوخوا ۴۰ سلنه کې لږترلږه یوه تېروتنه په اسنادو یا د ارزونې په بهیر کې موجوده وه.

د راپور له مخې، په موندل شویو مواردو کې د ځینو مستعارو نومونو نه ثبتول، د ځینو امنیتي ارزونو د پایلو نشتوالی، د ځینو احتمالي منفي معلوماتو سره د سمون موندلو د مواردو نه حل کېدل، او د دوسیو په اسنادو کې نورې ستونزې شاملې وې.

د سرمفتش دفتر ویلي، چې ښايي دغو تېروتنو د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ته دا فرصت له لاسه ورکړی وي چې د ځینو غوښتونکو نومونه له هغو معلوماتو سره وتړي چې ښايي د هغوی پر وړتیا اغېز کړی وای.

خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې دغو تېروتنو په عملي توګه د هغو کسانو لپاره د پناه ورکولو لامل شوی وي چې د پناه وړتیا یې نه درلوده، یا دا چې له ترهګرۍ سره تړلي کسان دې امریکا ته داخل شوي وي.

د سرمفتش دفتر همداراز ویلي چې د دغو تېروتنو واقعي اغېز یې د دوسیو پر پایلو نه دی ارزولی. په ارزول شویو دوسیو کې په ۹۷ سلنه مواردو کې د ټولو اړینو امنیتي ارزونو ترسره کېدل هم ثبت شوي وو.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې نیمګړتیاوې کولای شي د ګواښ پېښوونکو کسانو د منل کېدو خطر زیات کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ویلي: «زموږ د پناه غوښتنې نظام باید تر ممکنه حده سخت‌ګیر وي. که حتی یو خطرناک مجرم یا ترهګر زموږ هېواد ته داخل شي، د ګڼ شمېر امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.»

دغه وزارت همداراز د جو بایډن په مشرۍ پخوانی حکومت د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» د پروګرام په ناسم مدیریت تورن کړی دی.

همدا راز د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویلي چې د راپور موندنې یوازې په خپل سر نه ښيي چې پېژندل شوې تېروتنې دې د پناه غوښتنې د دوسیو پایلې بدلې کړې وي، یا دې د منفي معلوماتو د له پامه غورځولو لامل شوې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG