د لاس رسي وړ اتصالات

په ایتوپیا کې انتخابات په آرامۍ تر سره شول


په ایتوپیا کی د ٢٠٠٥ کال راهیسی چی انتخابات په تشدد دل شول، د لومړي ځل لپاره د نوی پارلمان د ټاکلو انتخابات کیږی.

که څه هم ننني انتخابات په آرامۍ ترسره شول خو غټ مخالف گوند مډرک شکایت کړی چی د هغوی د گوند نظارت کونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوی چی انتخاباتی حوزو ته داخل شی.

ویل کیږی چی په دی انتخاباتو کی به حاکم گوند زیاتی رایی ترلاسه کړی، حکومت ویلی چی دا انتخابات عادلانه او شفاف وو.

صدراعظم میلیز زیناوی ویلی چی د حکومت مخالفین غواړی تشدد ته لمن ووهی خو مخالفینو دغه تور رد کړی دی.

په ایتوپیا کی ٣٢ ملیونه خلکو د رایه گیرۍ لپاره خپل نومونه ثبت کړی دی.

د بشر د حقوقو اداری وایی د ایتوپیا حکومت په سیاسی گوندونو ، خبریالانو او سیاسی فعالینو باندی د انتخاباتو دمخه یو شمیر منسجمی او پرله پسی حملی وکړی.

د ننیو انتخاباتو نتایج به د جون د میاشتی تر ٢١ نیټی پوری اعلان نشی.

XS
SM
MD
LG