د اروپا د پارلمان غړی او د بشري حقونو د کمېټې مشر منیر ساتوري وایي چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د کډوالۍ ضد خپلو دریځونو د پلي کولو لپاره چمتو دي چې د طالبانو له رژیم سره معاملې وکړي او افغان پناه غوښتونکي بېرته ولېږي.
ساتوري په یوه مقاله کې لیکلي چې باید د دې بهیر مخه ونیول شي؛ هغه بهیر چې د نوموړي په وینا، د اروپا بنسټیز ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او باید پر وړاندې یې مخالفت وشي.
د اروپا د پارلمان دغه غړي زیاته کړې چې اروپایي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو جرمني د افغانانو د ایستلو د بهیر په لومړۍ کرښه کې قرار لري. سویډن او فرانسه هم هغه هېوادونه دي چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو اقدام یې کړی دی.
د نوموړي په وینا، جرمني په اګست میاشت کې د طالبانو د یوه پلاوي له کوربتوب وروسته، له دې ډلې سره هوکړه کړې چې هره میاشت به د ځانګړو چارټر الوتکو په وسیله افغانان له جرمني څخه وباسي.
جرمني د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې تر اوسه ۲۶۳ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د سویډن ښياړخی حکومت هم غواړي لږ تر لږه ۲۰۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږي. په همدې ډول، د فرانسې حکومت هم تاید کړې چې په دې اړه له طالبانو سره خبرې اترې کوي.
د اروپایي بنسټونو په تړاو، د روان کال د جون په ۲۳مه نېټه په بروکسل کې د اروپایي کمېسیون د څه باندې ۲۰ استازو او د اروپایي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو له پنځو استازو څخه په رسمي ډول کوربهتوب وشو، څو د دغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
طالبانو د دغو ایستلو په برخه کې د همکارۍ په بدل کې غوښتي چې د اروپایي هېوادونو په سفارتونو کې خپلو استازو ته د ځای پر ځای کېدو حق ورکړل شي. د اروپایي ټولنې د دغه غړي په وینا، دا اقدام به په عملي توګه د اروپایي ټولنې او د غړو هېوادونو له خوا د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په معنا وي.
طالبانو همدارنګه له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان سره د درېدلو اقتصادي مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.
ساتوري زیاته کړې چې طالبانو پر ښځو د «تاوتریخوالي او بېرحمۍ» له لارې د اپارتاید یو نظام تحمیل کړی دی.
له دې سره سره، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننوېل بارو اعلان کړی چې هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د داسې اقدام کولو اراده هم نه لري.
هغه ټینګار کړی چې فرانسه به هېڅکله د طالبانو له خوا د ښځو د ځپلو او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د سیستماتیک حذف سیاست ونه مني. د نوموړي په وینا، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لیدلوری د دوي له بشري ارزښتونو سره ډېر واټن لري.
هغه زیاته کړې چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت ښهوالی د طالبانو د حکومت د هر ډول احتمالي رسمیت پېژندنې لپاره اساسي شرط ټاکلی دی.
د بارو په وینا: «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي او د خبرو اترو وړ نه دي.»
جرمني د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه ۴۰ هغه افغانان له خپلې خاورې وایستل چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه افغان وګړي د بېلابېلو جرمونو، لکه قتل، جنسي تېري، له ماشومانو څخه جنسي ناوړه ګټې اخیستنې، برید او د نشهيي توکو د قاچاق په تور محکوم شوي وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر لومړیو پورې ۲۶۳ افغان وګړي خپل هېواد ته دیپورت شوي او د ۱۱ زره او ۶۰۰ نورو افغانانو د ایستلو بهیر په لنډمهاله توګه ځنډول شوی دی.
سویډن هم د افغانانو د داوطلبانه بېرته ستنېدو د هڅولو لپاره ویلي چې هر هغه افغان ته به تر ۳۵ زره یورو پورې پیسې ورکړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږي.
ساتوري ویلي چې د اروپایي حکومتونو او اروپایي کمېسیون د دې انحرافي تګلارې پر وړاندې دا ضروري ده چې د اروپا پارلمان ددې لویې وچې د دیموکراتیکو ارزښتونو د ساتندوی په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه