د لاس رسي وړ اتصالات

هنگري د کډوالو په اړه ټولپوښتنه کوي


په بوداپست کې د ملت پال غورځنگ رضاکاران د کډوالو پر ضد په یوه غونډه کې گډون کوي.
په بوداپست کې د ملت پال غورځنگ رضاکاران د کډوالو پر ضد په یوه غونډه کې گډون کوي.

اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په هکله د بریتانویانو د پریکړې له امله د ختیځې اروپا هغه ملت پال غورځنگونه غښتلي شوي دي چې ددې اتحادیې د کډوالو د پالیسیو مخالف دي.

په هنگری کې څو میاشتې وروسته په دې اړه ټولپوښتنه کیږي چې د جرمني د صدراعظمې لخوا وړاندې شوی هغه پلان رد کړي چې د اتحادیې ټول هیوادونو باید د نفوسو په تناسب کډوال ومني.

اته ویشت کلن اتیلا زیگتي د بوداپست اوسیدونکی وایي چې دی د اروپایي اتحادیې د پلان د ردولو لپاره کمپاین کوي. دی زیاته وي، " په پیل کې موږ ستونزه نه لرله، اندیښمن نه و، یوازي کوچنۍ کوچنۍ غلاوې به یې کولې. خو اوس سترې سترې ډلې جوړې شوي دي او ځایي خلک یې ډارولي دي."

پناه غوښتونکې حیران دي چې دوی ځایي خلکو ته څه زیان رسولی دی. ٢٢ کلن مانو له افغانستان څخه راغلی دی او دی وایی "موږ ولي په اروپا کې د اوسیدلو اجازه نه لرو، ایا موږ انسانان نه یو؟ موږ زړه نه لرو؟ موږ ماشومان نه لرو؟

په هنگري کې افغان پناه غوښتونکی وایي چې د بریتانویانو پریکړې د کډوالو ضد احساسان غښتلي کړي دي.
په هنگري کې افغان پناه غوښتونکی وایي چې د بریتانویانو پریکړې د کډوالو ضد احساسان غښتلي کړي دي.

د افغانستان څخه راغلی دغه پناه غوښتونکی وایي چې ورور یې د فرانسویانو ژباړونکی و او ترهگرو وواژه. اوس همدغه فرانسویان په اروپا کې د دوی د اوسیدلو مخالفت کوي.

د اروپایي اتحادیې د کډوالو د پلان په اړه ټولپوښتنه

کارپوهان فکر کوي چې د اروپا د کډوالو د پلان مخالفین به په ډیره اسانۍ ټولپوښتنه وگټي. په بوداپست کې د مرکزي اروپا د پوهنتون پروفیسر نیک سیتر وایي چې ملت پال غورځنگ، بروکسل ته د دښمن په سترگه گوري.

دغه پروفیسر وایي " ملت پالان وایی چې په ١٨۴٨ کې هنگریانو د ویانا مقابله کړې وه، په ١٩٥٦ کې د مسکو په مخ کې دریدلي و او نن سبا د بروکسل مخې ته ولاړ یو"

د ملت پال غورځنگ تر ټولو قوي سنگر ښی اړخی جوبیک گوند دی چې مسکو یې ملاتړ کوي. دغه گوند د بریتانویانو پریکړه د هنگري د ملت پالانو لپاره گټور پرمختگ بولي.

د هنگري صدراعظم ویکټور اوربن ویلی دي چې یوه غښتلې اروپا غواړي خو د تټولپوښتنې په اړه په خبرو کې ډیر احتیاط کوي چې ووایي دی د اتحادیې څخه د وتلو پلوي دی.

صدراعظم اوربن دا خبره په زغرده کوي چې د اتحادیې په جوړښت او پالیسیو کې د ژورو بدلونونو غوښتونکی دی.

تیره اونۍ هنگري او د ویزگراد د هیوادونو ډلې چې پولنډ، چک جمهوریت او سلواکیا یې غړي دي، اعلان وکړ چې دوی به ډیر ژر د اروپایي اتحادیې لپاره یو غیرمتمرکز نظام وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG