د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد بالاخره موافقې ته ورسید


اروپايي اتحاد بالاخره موافقې ته ورسید
اروپايي اتحاد بالاخره موافقې ته ورسید

د اروپايي اتحاد مشران نن د پنجشنبې په ورځ یوې داسي هوکړې ته سره ورسیدل چې هیله لري په دغه اتحاد کې به دوه کلن مالي بحران رخ وربدل کړي. اروپايي مشران د سختو مزاکراتو او خبرو اترو رووسته پر دې سره سلا شول چې بانکونه دي د یونان د مالي تاوان زیاته برخه پر غاړه واخلي او د مارکیټ د کړکیچ پر ضد دي د دغه اتحاد لارې چارې لاپسي پیاوړې شي.

د څو میاشتو هلو ځلو او نا بشپړه شویو حل لارو وروسته د اروپايي اتحاد مشران تر زیات فشار لاندي راغلل چې پر یوه داسي پلان باندي سره هوکړه وکړي چې د روان مالي کړکیچ مخه ونیسي چې دغه اتحاد او پرمختللي هیوادونه د اقتصادي رکوت پر خوا یونسي او همداشان ددغه اتحاد ګډه سکه یورو وژغورل شي.

د دوي ددغې پریکړې په پایله کې د اسهامو مارکیټونه نن د پنجشنبې په ورځ لوړ شول او یورو هم قوت واخیستی. اندېښمن پانګه اچونکي بالاخره د خبرو اترو د وروستنیو پایلو له امله ارامه شول.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي نن د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحاد د غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د موضوګانو د پېچلتیا او مغلقتیا له امله مونږ ټوله شپه خبرو اترو ته ادامه ورکړه خو زمونږ د خبرو پایلې به د نړۍ په کچه آرامښ را منځ ته کړي.

د لسو ساعتونو خبرو اترو او مزاکراتو وروسته یو داسي تګلاره رامنځ ته شوه چې پر درو مهمو ټکو باندي تمرکز لري. لومړۍ د یونان مالي بحران باید د پام وړ په اندازه را کښته شي، دویمه دا چي بانکونه باید غېښتلي کړل شي او دریمه دا چې د اروپايي اتحاد په کچه د یوه ټریلیونو یعنی زرو میلیاردو یورو یو داسي وجهي صندوق رامنځ ته شي چې بحران ته ددغه اتحاد د نورو غړو د ورتګ نه مخنیوی وکړي.

د جرمني د اقتصاد د چارو وزیر داسي وايي ،،مونږ د یورو زون د باثباته کولو دپاره یو غټ ګام پورته کړ ترڅو د یونان ستونزې حل کړو او دا اقدام مو لند مهاله نه دی بلکې د تړون په برخه کې به د بدلونونه دپاره هم لاره هواره کړي. دا تدابیر زمونږ غوښتنه ده او هیله لرو چې ژر تر ژره پلي شي.،،

وروسته له هغه نه چې څو ځلې فرصتونه له لاس ولاړل، د نن ورځې د تګلارې منځ ته راتګ د یورو د زون ۱۷ سرو هیوادونو ته یو بریالیتوب و خو اغیزمنتوب یې په نورو جزیاتو پوري اړه لري چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به په ډاګه شي

په اروپايي اتحاد کې د بریتانیې استاځي ښاغلی جورج اسبورنې داسي وايي ،،هغه فشار چې مونږ د یورو زون پر نورو هیوادونه اچولی و پرون ماښام یې نتیجه ورکړه. دوي ډیر ښه پرمختګ وکړ. مونږ باید خپل فشار ته ادامه ورکړو ځکه د یورو زون د مالي بحران حل به د بریتانیې اقتصاد ډیر غېښتلې او پیاوړی کړي.،،

دغه راز د اروپايي اتحاد مشر جوس منول وویل چې دا استثنايي اقدامات وو چې د استثنايي وضیعت په خاطر ځیني کار واخیستل شو او باید اروپايي اتحاد هیڅکله بیا داسي وضیعت ته پرې نښودل شي چې په کښي ښکیل شي.

XS
SM
MD
LG